د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې یو شمېر مسافرین د لازمو اسانتیاو له نشتوالي شکایت کوي او وایي، چې دولت په هوایي ډګر کې موجوده ستونزې له پامه غورځولي دي.
د کابل هوایي ډګر اوس مهال د هیواد یو له زیاتو مصروفو هوایي ډګرونو څخه شمېرل کیږي، چې هره ورځ په سلګونو مسافرین ترې نه د تګ راتګ لپاره کار اخلي.
اکثره هغه مسافرین، چې موږ ورسره د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې خبرې وکړې په دغه هوایي ډګر کې د مسافرینو لپاره د لازمو اسانتیاو له نه موجودیت نه شکایت کوي.
د دوی په وینا په هوایي ډګر کې د مسافرینو د انتظار لپاره د معیاري خونو، تشنابونو نه موجودیت او د اوږدو ساعتونو لپاره د الوتنې انتظار هغه ستونزې دي، چې دوی ورسره لاس او ګریوان وي.
له کابل څخه هرات ته تلونکي مسافر فرهاد پر افغان دولت انتقاد کوي، چې له نړیوالې ټولنې یې د میلیارډونو ډالرو د مرستو له ترلاسه کولو سره سره لا هم نه دی توانیدلې، چې د کابل د هوایی ډګر ستونزې حل کړي:
″ستونزې د پروازونو په برخه کې دي، زه له اړوندو مسوولینو غواړم چې دا ستونزه هواره کړي.″
له مسکو څخه کابل ته راغلې یو بل مسافر حافظ وايي، چې نږدې ۵ ساعته یې په هوايي ډګر کې د الوتنې لپاره انتظار کړي.
″له مسکوه راغلم هرات ته ځم له اته نیمو بجو منتظر یم د ناستې ځای نشته پرواز هم نشته ولا هومره چې باید وای ښه نه دی پاکي او دا خبرې نشته.″
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي د کابل په نړیوال هوايي دګر کې ستونزې مني؛ خو وايي، چې د دې ستونزو حل یو څه وخت غواړي.
د دې وزارت ویاند ننګیالي قلاتوال د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل؛ چې په ځینو برخو کې ستونزې شته:
″زه دا ستونزه تر یوه حده منم. خو په هغه حد کې هم نه ده، چې موږ دې په کابل نړیوال هوایي ډګر کې تشنابونه ونه لرو تشنابونه شته دي؛ بلکې د نارینه وو او ښځینه وو لپاره جلا جلا دي خو د حفظ او مراقبت په برخه کې یې ځینې ستونزې شته.″
هغه زیاتوي، چې د نړۍ پرمختللي هوايي ډګرونو معیارته رسېدل وخت او پرلپسې کارته اړتېا لري، چې یاد وزارت په دې برخه کې کارونه ترلاس لاندې نیولي دي.
د کابل نړیوال هوايي ډګر مسافر په داسې حال کې د دې هوايي دګر له خدمتونو شکایت کوي؛ چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ټرانسپورټ اوهوايي چلند وزیر داود علي نجفي او په کابل کې د جاپان سفیر ″هیرو تاکاشي″ له خوا د دې هوایی ډګر د ″تکسي وې″ یا پارک کېنګ د جوړېدو چارې پیل شوې.
ښاغلي نجفي وویل، چې یاد پارکینګ د جاپان د وړیا ۲۷ میلونو ډالرو په مرسته د یوکال په موده کې جوړیږي.
ده زیاته کړه، چې افتتاح شوی ټکسي وې ۴۴ متره سور او ۵،۴ کیلومتره اوږدالي لري، چې د لویو ۷۴۷ او ۷۷۷ طیارو د کیناستو او پرواز لپاره لازمې اسانتیاوې لري.
هغه وویل، هغه ستونزې چې پخواموپه دې برخه کې درلودې د دې کار په بشپړېدو سره به حل شي.
دجاپان سفر وايي، چې له دې سربېره به د کابل دنړیوالو هوايي ډګر د څراغونو اوعلامو د جوړولو چارې هم پیل کړي.
د۲۰۱۴ کال کله چې افغان امنیتي چارواکو ته د مسولیتونو د لېږد بهیر بشپړیږي ترانسپورت وزارت چارواکي وايي؛ له دې سره به یو وخت د ټرانسپورټ اوهوايي ډګرونو ټولې چارې افغان دولت ته وسپارل شي.