د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

ترکمنستان د ټاپي پروژې موافقه لیک لاسلیک کوي


ترکمنستان وروسته تر یوه اوږده انتظار، روانه اوونۍ د افغانستان له لارې، پاکستان او هند ته د طبعي ګاز د انتقال پر یو موافقه لیک لاسلیک کوي.

امریکا د افغانستان له لارې د طبعي ګاز د انتقال لپاره د پایب لاین د پروژې ملاتړ کوي.
داخبره د دو شنبې په ورځ د دې مرکزي آسیا هیواد یوحکومتي مقام د رویترز خبري آژانس ته وویل.



ترکمستان په نړۍ کې د څه باندې څلور فیصده طبعي ګاز زیرمې لري. دا هېواد به د چارشنبې په ورځ د کسپین بحیرې پر غاړه ″اوازه″ ښار کې د نړیوال ګاز د کانفرانس پر مهال د ″ټاپي″ په نامه د طبعي ګاز د پلورلو اورانیولو توافقنامه، له اسلام آباد او ډهلي سره لاسلیک کړي. مقام د توافقنامې د جزییاتو له څرګندولو ډډه وکړه.

د ټاپي پایپ لاین نوم، د هغو هېوادونو، د نومونو له لومړي توري څخه جوړ شوی چې دغه پایپ لاین ورڅخه تیریږي، یعنې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان.

د هندوستان د وزیرانو د مجلس یاکابینې غړیو، تیره اوونۍ د هندوستان د ګازو دولتي شرکت ته سپارښتنه وکړه؛ چې له ترکمنستان سره د ګاز د پیریدو موافقه لیک لاسلیک کړي.

ترکمن مقاماتو وویل، د پایپ لاین اوږدوالی به څه دپاسه ۱۷۰۰ کیلو متره وي او په دېروشو کلونو کې به یو ټریلیون مکعب ګاز یعنې په کال کې ۳۳ میلیارده متره مکعب ګاز انتقال کړي.

د ترکمستان د طبعي ګاز د انتقال پایپ لاین یوه برخه به د کندهار او هرات ولایتونو څخه د ۷۳۵ کیلومتره په اوږدوالي تیریږي.

د ځایي کارپوهانو په وینا، په افغانستان کې د دې پروژې مخ ته بیول به له امنیتي ستونزو سره مخامخ وي او میلیاردونو ډالرو بودیجې ته به اړتیاولري.

خو د افغانستان د معدن وزارت دغې پروژې ته ډیر هیلمن دی د دې وزارت ویاند ″جواد عمر″ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

“د دې پروژې په جوړوولو کې به افغانانو ته کارونه پيدا شي اوله بلې خوا موږ به هم له دغه پایپ لاین څخه یو مقدار ګاز رانیسو او یو شمېر افغانان، په تیربیا هغه کسان به ګټه تري واخلي چې د ګازو پایپ لاین ته نیژدې اوسي.

افغانستان به د ګازو له پایپ لاین څخه د ترانزیت پیسې هم اخلي.”

امریکايي مقاماتو دوې میاشتي وړاندې د دې پایپ لاین د پروژې لګښت له لسو څخه تر دوولسو میلیاردو ډالرو پورې اټکل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزرات کې د اروپايي او اسیايي هیوادونو د انرژۍ د څانګي لوړ رتبه سلا کار « ډانیل سټين» وویل، د تیلو دوه لوی شرکتونه غواړي چې د ټاپي په پروژه کې ګډون وکړي. نوموړي د دې شرکتونو د نوم له ښودلو ډډه وکړه.
XS
SM
MD
LG