د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۰

د غزني اوسیدونکي په سیمه کې د ښوونځیو تړلو ته انديښمن دي


که څه هم د پوهنې وزارت په ټول هیواد کې د سلګونو تړل شویو ښوونځیو د بېرته پرانستلو لپاره د دوی د هڅو خبر ورکوي؛ خو د تړل شویو ښوونځیوپه هکله د خلکو مخ په زیاتیدونکې اندیښنې لا پر ځای پاتې دي.

راپورونه وایي، چې اوس هم د غزني په ګډون د هیواد په یوشمېر ناامنو ولایتونو کې په زرګونو زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

دغزنی ولایت یو شمېر اوسیدونکو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې د دې ولایت په مرکز کې د یوشمېر لیسو له تړلو اندیښمن دي.

دوی وایي، له کابو یوې میاشتې راهیسې، د ولسوالیو له څه چې، د ولایت د مرکز زده کوونکي هم له زده کړو بې برخې دي.

د دې ولایت دوه تنه اوسیدونکي وایي:

″اسداله عزت یم، د غزني په مرکز کې شمس العافین، جهان ملکه، کوچېانو او حکيم سنایي هغه لویې لیسې دي چې په سلګونو زده کوونکې په کې زده کړې کوی، دا لیسې نن سبا تړلي دي، همدارنګه په ګیلان، اب بند، مقبر، اندړ او داسې نورو ولسوالیو په لسګونو ښوونځي تړلي دي، د پوهنې وزارت ورته پاملرنه نه کوي.

زمانوم حمیداله عزت دی، هلته چې هرڅومره ښوونځي دي، په سیمه کې له راپیښ شوي کړکېچ له امله تړلي دي، دې مسالی دغزني ولایت کورنی او زده کوونکي اندیښمن کړي دي.″

له هغې وروسته چې حکومت د دې ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د موټرسایکلونو په ګرځیدو راګرځیدو بندیزونه ولګول، مخالفینو یې پر وړاندې د ښوونځیو د تړلو ګواښونه وکړل؛ چې له امله یې د دې ولایت په یوشمېر سیمو کې د پوهنې بهیر ټکنی او ځینې ښوونځي په کې وتړل شول.

د پوهنې وزارت وایي، د خلکو ملاتړ د دې سبب شو؛ چې ډیر تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د دې وزارت ویاند امان اله ایمان له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړه؛ چې ګواکې د غزني په مرکز کې ځینې ښوونځي تړلي پاتې دي:

″د غزني په ولایت کې د ښوونځیو پر وړاندې یولړ ګواښونه شته؛ خو د پوهنې وزارت هڅې کړي، چې د خلکو په مرسته دا ګواښونه کم کړي، اوسمهال دا ګواښونه کم شوي او ګڼ شمېر ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.

که د کوم ګواښ له امله په کومه لیرې پرته سیمه کې کوم ښوونځی وتړل شي؛ دا معنی نه لري، چې ګویا دا ښوونځی به د تل لپاره تړلی وي، په غزني کې د پوهنې نظام حاکم دی او لکه څنګه ځینې تړلي ښوونځي په کې پرانیستل شول، پاتې ښوونځی به هم ډیر ژر پرانستل شي او کومه ادعا چې د مرکز د لیسې د تړلو په هکله کېږي، واقعیت نه لري.″

تیره اوونۍ د غزني والي موسی خان اکبرزاده ازادي راډیو ته ویلي وو، چې
که د ښوونځیو پر وړاندې د مخالفینو ګواښونه دوام وکړي، ښایي خلک د هغو پروړاندې راپورته شي.

د پوهنې وزارت چارواکي وایي، له هیواده بهر ځینې ډلې ټپلې شته چې د حکومت وسله وال مخالفین؛ د ښوونځي تړلو ته لمسوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG