په افغانستان کې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت، له اداري فساد سره د مبارزې او د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د مدني ټولنې د مرکز لخوا دا غوښتنه پداسې حال کې شوې، چې د یکشنبې په ورځ د امریکا په شیکاکو کې د ناټو سرمشریزه پرانستل شوه، چې د بحث اساسي موضوع یی افغانستان دې.
د شیکاګو سرمشریزې ته د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز په سپارښتونو کې د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالولو ترڅنګ د اداري فساد پر ضد جدي مبارزه هم شامله ده.
د ناټو دا سرمشریزه، چې په کې د افغانستان په اړه مهم بحثونه کیږي، د یکشنبې په ورځ د دوو ورځو لپاره پرانستل شوه او افغان ولسمشر هم په کې ګډون کړی دی.
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز مشر میرویس رحیمزي د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې د شیکاګو کنفرانس د افغانستان لپاره مهم او ګټور وباله.
ښاغلي رحیمزي د شیکاګو له سرمشریزې څخه د مدنې ټولنې د همغږۍ د مرکز اته غوښتنې مطرح کړې:
″موږ د شیکاګو د کنفرانس په هکله اته ځانګړي وړاندیزونه لرو، هغه اته ځانګړي موضوعات سوله ده، د دوی مرستې دي، له هغو مرستو نه سمه ګټه اخیستل دي، د امنیت په برخه کې د دوی مرستې دي، د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ په هکله د هغوی مرستې دي، له مدني ټولنو سره د دوی مرسته دي، د بشري حقونو په خاطر په افغانستان کې مرستې او اداري فساد دی.″
تر دې مخکې هم د ځینو مدني ټولنو او د بشر د حقوقو د ځینو ادارو له خوا شیکاګو ته ځینې ځانګړې سپارښتنې وړاندې شوي، چې د افغانستان په اړه په خپلو پریکړو کې یې په پام کې وساتي.
په اکثره هغو سپارښتنو کې، چې تر دې دمه د شیکاګو کنفرانس په ادرس وړاندې شوي؛ د افغان ځواکونو سمبالول، د اداري فساد پر ضد جدي مبارزه او د ګاونډیو هیوادونو د لاس وهنو مخنیوی شامل دي.
د شکاګو سرمشریزې ته دا غوښتنې په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې د افغانستان په اړه د دې کنفرانس د بحث زیاته برخه امنیتي وضعې، د افغان ځواکونو د تمویل څرنګوالي او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د ناټو رول ته ځانګړی شوی.
له بل لوري افغان حکومت هم د شیکاګو سرمشریزه د افغانستان لپاره ګټوره او هیله بښوونکې بولي.
د جمهوري ریاست یو ویاند حامد علمي د یکشنبې په ورځ آزادې راډیو سره په مرکه کې وویل چې افغان حکومت هڅه کوي پدې کنفرانس کې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنې مطرح کړي.
″د شیکاګو کنفرانس د افغانستان لپاره ډیر مهم کنفرانس دی، ځکه چې پدې کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په هکله خبرې کیږي او د یو اوږد مهال لپاره د هغوی مرستې د افغانستان امنیتي ځواکونو لپاره جلبیږي.
او د شیکاګو د کنفرانس تر څنګ د افغانستان ګاوڼډی هیوادونو او د نورو نړیوالو ټولنو کوم مشران چې راځی له هغوی سره جلا جلا خبرې کیږي.″
په دوه زره څوارلسم کال کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه مسله ده چې یو شمیر مدني ټولنې او د ښځو حقونو یو شمیر ټولنې یې په اندیښنه کې اچولي دي.
دوی په دې ویره کې دي چې له دوه زره څوارلسم کال وروسته د بهرنیو ځواکونو په وتو سره به د دوی ټولې لس کلنې لاس ته راوړنې له منځه لاړې شي.
ددې کنفرانس د پیل په درشل کې لویدیځو مشرانو ډاډ ورکړې، چې دوی نه غواړي د افغانستان د یوازې پریښودلو تیروتنه بیا تکرار کړي.
راپور: جمیله ظریف