د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

مشرانو جرګه: ګواښونه زموږ پر پرېکړو اغېز نه شي کولای


د افغانستان مشرانو جرګه
د افغانستان مشرانو جرګه
د افغانستان د ملي شورا یو شمیر غړي وايي، چې د دوی شخصي امنیت ته له موجودو ګواښونو سره سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو هماریکو تړون رد نه کړي.

د ملي شورا ځینې غړي وايي د (داد الله فدادي محاذ) په نوم د یوې ډلې له خوا یې د موبایل ټلیفون له لارې په دې اړه ګواښونه ترلاسه کړي دي.


په داسې حال کې چې د ملي شورا اکثره غړي د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون پلویان بلل کیږي؛ خو د دې شورا ځینو غړو ته ګواښونه شوي، چې دغه تړون رد کړي.

د مشرانو جرګې ځینې غړي وايي، چې دغه ګواښونه ورته د موبایل تلفیون له لارې په لنډو پیغامونو کې شوي.

دوی وايي، په پیغامونو کې، چې د ملا داد الله د فدايي محاذ په نوم د یوې ډلې له ادرسه ورلیږل شوي دي، راغلي چې که دغه تړون تصویب کړي نو له مرګ سره به مخ شي.

د مشرانو جرګې غړی داود حساس چې دغه پیغام یې ترلاسه کړی، ددغو ګواښونو تر شا د ایران او پاکستان لاس بولي چې په وینا یې د افغانستان او امریکا ترمنځ له تړون سره مخالف دي:

د حساس په وینا دوی ته په لیږل شویو پیغامونو کې راغلي چې که چیرې دوی د افغانستان او امریکا ترمنځ تړون تصویب کړي، نو د مشرانو جرګې د غړي مولوي ارسلان رحماني له انجام سره به مخ شي.

مولوي رحماني څو ورځې مخکې په کابل ښار کې په ډزو ووژل شو، چې مسوولیت یې بیا د داد الله د فدايي محاذ په نوم ډلې پرغاړه واخیست.

ښاغلي حساس وویل چې ده ته د قاري حمزه په نوم یوه کس په دې اړه زنګ هم وهلی چې ځان یې د ملا داد الله د فدايي محاذ ویاند معرفي کړی.

دا هغه کس و چې له نامعلوم ځای نه یې په تلیفون ازادي راډیو ته د مولوي رحماني د وژنې مسئولیت هم پرغاړه اخیستی و.

بلخوا د ملي امنیت عمومي ریاست د شنبې په ورځ وویل چې د یادې ډلې درې کسان یې په کابل کې نیولي دي.

د ملی امنیت د عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر وویل چې له دغو کسانو سره د ځان وژونکې حملې دوه واسکټونه او یوه اندازه چاودیدونکي مواد هم نیول شوي دي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې دارنګه ګواښونه به له امریکا سره د ستراتيژیکو همکاریو د تړون په اړه د دوی په پریکړې کوم تاثیر ونه لري.
د ولسي جرګې غړی یوسف صابر:

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو تړون ولسي جرګې ته رسیدلی او ددې جرګې ځینو کمیسیونو پرې بحثونه هم کړي دي.

د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمسیون دغه تړون چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې په کابل کې د افغانستان او امریکا د جمهور رئیسانو ترمنځ لاسلیک شو، تایید کړی دی او ټاکل شوې په راتلونکې کې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG