د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

افغان سیمه ییز پولیس د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره ډاکټر سما سمر
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره ډاکټر سما سمر
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، چې سیمه ییز پولیس، په وژنو، تښتونو، غلا، جنسي تیری پیښو کې لاس لري او قومي قبیلوي مسایلو ته لمن وهي.

د دې کمیسیون مشرې سیما سمر د شنبې په ورځ په کابل کې د سیمه ییزو پولیسو د فعالیتونو په اړه یو رپوټ خپور کړ، چې د یوکال څیړنې په بنسټ جوړ شوی.


د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل رپوټ کې له مسووله حکومتي ادارو څخه غوښتي؛ څو هغه سیمه ییز پولیس چې په غیرقانوني فعالیتونو کې ښکیل دي د قانون منګلو ته وسپاري.

د دې کمیسیون له خوا په اته پنځوس مخیز خپاره شوی رپوټ کې ویل شوي، که څه هم سیمه ییز پولیسو په ځینو سیمو کې امنیت ټینګ کړي، خو ځینې سیمه ییز پولیس په غلا، جنسي تیریو، د خلکو په ځورولو او د نشه یي توکو په قاچاق کې لاس لري.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر د شنبې په ورځ په کابل کې د دې رپوټ د خپرولو په غونډه کې وویل، چې په حینو سیمو کې د ددوی شتون کټور تمام شوی:

″په ځینو ولایتونو کې دوی ګټور تمام شوي، خو په ځینو ولایتونو کې دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

د بیلګې په توګه دوی غلاوې کړي، په سړي تښتونو کې ښکیل وو او ان جنسي تیری یې کړی دی؛ خو ځینې یې نیول شوي دي او موږ هیله لرو، چې دوی په ریښتیا د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

زموږ غوښتنه دا ده، چې د ښې سابقې لرونکې خلک باید په دې سیمه ییز پولیسو کې جذب شي. دوهم که امکان لري، باسواده شي. دریم د دوی د روزنې موده، چې درۍ اونۍ ده دا اوږده شي او څلورمه مساله دا ده، چې موږ د دوی راتلونکي ته اندیښمن یو چې څه کیږي؟″

دغه رپوټ چې د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا د یو کابل په موده کې د تحقیق له مخې جوړ شوي، له اویا څخه زیاتو خلکو، ولایتي شوراګانو، قومي مشرانو او د نړیوالو ځواکونو له قوماندانو سره پرې خبرې شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، دا چې یوشمېر سیمه ییز پولیس له نا مسووله وسله والو ډلو سره لاس لري، که چېرې د دوی د راتلونکي په اړه فکر ونشي، نو په هېواد کې به له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته بیا جګړې زیاتې شي.

دوی وایي، چې د سیمه ییزو پولیسو د راتلونکي په اړه باید سره له اوسه پلانونه ونیول شي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له خوا خپور شوی رپوټ ردوي او وايي، چې دا رپوټو په حقایقو او اسنادو ولاړ نه دی.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، چې سیمه ییز پولیس په ټولو ولایتونو کې ګټور تمام شوي او نورو ولایتونو ته به یې فعالیتونه پراخ کړي.

″هغه تورونه چې د کمیسیون له خوا په سیمه ییزو پولیسو باندې شوي دي دا موږ کاملا ردوو او دا تورونه ډیر شدید دی موږ دا نه منو؛ لکه چې دوی ویلي، چې دوی په جنسي تیریو پیښو کې لاس لري، قتلونه یې کړي، دا ډېر جدي اتهامات دي، دې ته باید سند پیدا شي او دوی باید د کورنیو چارو وزارت ته سند ورکړي؛ څو موږ هغه کسان ونیسو.″

د امریکا د دفاع وزارت له خوا هم د سیمه ییزو پولیسو په اړه یوه نوې څیړنه چې د لاس انجلس ټایمز ورځپانې خپره کړې؛ په کې ویل شوي، چې یوشمېر سیمه ییز پولیس چې په اربکیانو هم شهرت لري؛ په رشوت او د خلکو په ځورولو کې لاس لري.

اوسمهال دیارلس زره سیمه ییز پولیس په شپږ شپیته ولسوالیو او د دوه ولایتونو په مرکز کی فعالیت کوي، چې اکثره دا هغه ولایتونه دي، چې امنیتی ګواښونه په کې موجود دي.

د کورنیو چارو وزارت وایی، چې د سیمه ییزو پولیسو تشکیل له دریو تر پنځو کلونو پور دی او دوی هڅه کوي چې دا شمېر دېرش زرو ته لوړ کړی، چې د هیواد په نهه نوی ولسوالیو کی به فعالیت وکړی.

دا وزارت وایی، چې دوی په پلان کی لری، چې د سیمه ایزو پولیسو د ماموریت له ختم وروسته ددی پولیسو فعاله کسان ملی پولیسو ته جذب کړی او دا لړۍ نوره ختمه کړي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG