د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۳

په افغان ماموریت کې ښکېلو هېوادونو ته د م.م پیغام

د شیکاګو کنفرانس د جوړېدو په درشل کې ملګرو ملتونو په نړیوالې ټولنې یو قوی غږ کړی دی. افغانستان ته د ملګرو ملتونو خاص استازی یان کوبیش د جمعې په ورځ اسوشیېټډ پرېس آژانس سره په یوې مرکې کې وویل، چې د ناټو غړي او دغه راز هغه هیوادونه چې د دې سازمان غړیتیوب نه لري، باید اجازه ورنه کړې چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي او د زرونو کسانو وینې بې ځایه لاړې شي.

ښاغلی کوبیش وایی، د ناټو په دې غونډې کې باید له هر هیواد څخه په ځانکړې ډول ژمنې واخیستلی شي.

کوبیش وایي، یوازې عمومي سیاسي تعهد کافي نه دي او باید هر هیواد له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امینتي ځواکونو د لګښتونو لپاره چې په کال کې ۴ میلیارده ډالره اټکل شوي، ونډه واخلي.

له دې مخکې ویل شوي وو، د ناټو په دې مشریزې غونډې کې چې د دې سازمان په تاریخ کې تر ټولو ستره غونډه ده، له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو د دوام ژمنې به وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي، که له افغان امنیتي ځواکونو سره د پیسو قوي مرسته ونشي نو ممکن د دې هیواد وضعه یو ځل بیا خرابه شي. د کوبیش په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو غښتلتیا د ټولو هیوادونو په ګټه ده.

یان کوبیش چې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره به یو ځای، شیکاګو کنفرانس کې ګډون وکړي، په دې باور دی، هغه شمېر هیوادونه باید ژمنې وکړې؛ چې د راتلونکی جون میاشت کې د کابل په کنفرانس کې ګډون کوي.

د کابل په کنفرانس کې پاکستان، چین او ایران هم شامل دي او غواړي د تروریزم او نشه یي موادو پر ضد مبارزې کې د باور د رامنځ ته کولو او په افغانستان کې د پانګوونې پر لارو چارو خبرې وکړي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي، افغانستان هغه مهال با ثباته کیدای شي، چې سیمه ییز ملاتړ ورسره وي.

اسوشیېټډ پرېس آژانس لیکي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی غواړي د شیکاګو کنفرانس ګډون والو ته ډاډ ورکړي چې د ملګرو ملتونو سازمان چمتو دی په افغانستان کې د ډموکراسۍ او د دې هیواد د امنیتي ارګانونو په غښتلتیا کې هر ډول همکاری وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي په دې هېواد کې د مسولیتونو د انتقال عملیه بریالۍ وبلله او وایي، د دې پروسې نور پړاوونه په افغانانو پورې اړه لري؛ چې کله یي عملي کوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG