د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

ولسمشراوباما به له خپل افغان سیال سره په شیکاګو کې وګوري


د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما به د یکشنبې په ورځ د شیکاګو د سرمشریزې په درشل کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وویني.

د ولسمشر اوباما د ملي امنیت مشاور، تام دونیلیون وايي افغانستان ته د ناټو ځواکونو د اکمالاتي لارې د خلاصون په اړه د موافقې په باب چې داسې ښکاري نهايې کېدو ته نژدی شوې ده، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به هم د شیکاګو په غونډه کې ګډون وکړي.

په دې اړه چې ولسمشر اوباما به له ولسمشر اصف علي زرداري سره دوه اړخیزې خبرې وکړې او کنه تر اوسه پریکړه نه ده شوې.

تر دې دمخه د مارچ په میاشت کې ولسمشر اوباما د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره په سیول کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو په مقصد خبرې کړې وې.

همدا شان ولسمشر اوباما وروستی ځل له جمهورریس حامد کرزي سره د هغه ناڅاپې سفر په ترڅ کې خبرې وکړې، چې د روانې میلادي میاشتې په سر کې یې کابل ته وکړ او هلته بیا دواړو مشرانو د افغانستان او امریکا تر منځ له دوه زره څوارلسم کال څخه وروسته چې بهرني عسکر له افغانستان وځې له دې هېواد سره د متحد ایالاتو د لس کلونو مرسته په اړه یوه موافقه لاسلیک کړه.

د دې تړون له مخې به د متحد ایالاتو یو شمېر عسکر په افغانستان کې پاتې شي او د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي او له دوه زره څوارلسم کال وروسته به دالقاعده شبکې د پاتې شونو په تعقیب کې له افغان پوځیانو سره مرسته کوي.

دونیلیون وایي، د ناټو په سرمشریزه کې چې د راتلونکې یکشنبې او دوشنبې په ورځو به وي د افغانستان د جګړې په اړه به پع کې مفصلې خبرې وشي.

دونیلیون دا تایید کړه، چې ناټو به په رسمي توګه په راتلونکې کال کې د خپل ماموریت د بدلون عملیه پیل کړي یعنې د پوځي عملیاتو مسوولیت به به افغان روزل شوېو ځواکونو ته سپارل کېږي او بهرني عسکر به د روزنکو او مشاورینو په توګه فعالیت کوي.

د شیکاګو په غونډه کې به له دوه زره څوارلسم کال څخه وروسته د افغان ځواکونو پر جوړښت او تمویل چې څلور میلیارده ډالرو ته اړتیا لري هم موافقه تر لاسه شي.

دونیلیون وویل، چې په دې برخه کې یې د متحد ایالاتو د متحدینو ژمنې هم تر لاسه کړې دی څو د دې لګښتونو ټول بار یواځې د متحد ایالاتو پر اوږو نه وي.

جرمني د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې یو سل او نوي میلونه ډالره به له دوه زره پنځلسم کال له پیله هر کال له افغانستان سره مرسته کوي.

بریتانیا لا دمخه د درې کالو په مخه په کال کې د یوسلو لس میلونه ډالره مرستې ژمنه کړې ده او استرالیا هم په کال کې د سل میلونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

دونیلیون چې د ڼاتو سرمشریزه ډیره مهمه بولي وايي، د ناټو په سرمشریزه کې به د هېوادنو مشران له دوه زره څوارلسم کال څخه وروسته په افغانستان کې د خپل حضور او د هغو لږ شمېر ناټو ځواکونو په اړه خبرې وکړي چې تمه کېږي د افغان ځواکونو د روزنې او مرستې لپاره به په دې خاوره کې به پاتې شي.
XS
SM
MD
LG