د فراه ولايت پر ودانۍ د وسلوالو کسانو حمله د پنځو پوليسو او حمله کوونکو او د دوو ملکي کسانو په ګډون د ١۳ تنو په ټپي کېدو سره پاى ته ورسېده.
د فراه امنیه قومندانۍ سرپرست محمد عوض مایار شیبه مخکې ازادۍ راډیو ته وویل، چې یو شمېر وسلوال کسان، چې د سرحدي پوليسو جامې يې پر تن وې، د ولايت ودانۍ دروازې ته نږدې له موټر څخه ښکته شول او پر ساتونکو له حملې وروسته د ولايت ودانۍ ته ننوتل.
سرچينې زياته کړه، چې جګړه پاى ته رسېدلې ده، خو پوليس او اردو د سيمې په پلټنه بوخت دي.
له بلې خوا طالب وسلوالو د ګڼ شمېر دولتي کسانو د وژلو ادعا کړې، چې د چارواکو له خوا رد شوې.