د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

"عادي ژوند ته د مخالفینو د راګرځیدو اساسي علت ستراتیژیک سند دی"


د ایساف چارواکي عادي ژوند ته د وسله والو مخالفینو د بیرته راګرځیدو په بهیر کې د زیاتوالي اساسي علت د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراییژیکو همکاریو د سند لاسلیکیدل بولي.

د ایساف له خوا عادي ژوند ته د وسله والو مخالفینو د بیرته ستنولو د پروګرام مسول ډیویډ هوګ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له یو شمېر خبریالانو سره په یوه بحث کې وویل، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې د وسله والو مخالفینو د راګرځیدو په بهیر کې پنځه ویشت فیصده زیاتوالی راغلی.

ډیویډ هوګ وویل، د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک سند لاسلیک وسله والو طالبانو ته دا پیغام ورکړ، چې افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم یوازې نه وي:

"په افغانستان کې تر اوسه څلور زره او څلورسوه اویو کسان عادي ژوند ته را ګرځیدلي، له شااوخوا پنځه سوه نورو وسله والو کسانو سره د سولې خبرې روانې دي.

دغو ارقامو ته کتو ویلای شو، چې په تیرو څلورو میاشتو کې عادي ژوند ته د وسله والو مخالفینو دبیرته ګرځیدو په شمېر کې پنځه ویشت فیصده زیاتوالی راغلی.

موږ ویلای شو، چې له دې بهیر سره د وسله والو مخالفینو د یوځای کیدو شمېر مخ په زیاتیدو دی."


عادي ژوند ته د وسله والو مخالفینو د بیرته راګرځولو پروګرام په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ایساف په چوکاټ کې پیل شو، چې د ایساف په خبره ښې لاسته راوړنې لري.

ایساف ځواکونه په داسې حال کې دغه خوشبیني څرګندوي چې تیره یکشنبې د سولې د عالي شورا یو مهم غړی مولوي ارسلا رحماني په کابل کې د نا معلومه وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.

بل خوا راپورونه وایي، پاکستان د هغو طالبانو په وژلو یا بندي کولو لاس پورې کړې چې په افغانستان کې د سولې له روانو خبرو سره لیوالتیا ښیي.

راپورونه وایي، پاکستان په دې وروستیو کې ملا یاسر، ملامحمد اسماعیل او د دوي شااوخوا دیرش نور ملګري د دې لپاره ووژل چې له سولې سره یې علاقه پیدا شوې وه.

له دې پیښو سره سره ایساف وایي، چې ګڼ شمېر وسله وال طالبان سولې ته لیواله دي او غواړي چې بیرته عادي ژوند ته مخه کړي.

په ورته وخت کې د ایساف ویاند جنرال کارسټن جاکوبسن وایي، که وسله وال مخالفین سولې ته زړه ښه نه کړي نو دوي به یې د نیولو او وژلو اقدام وکړي:

"وسله والو مخالفینو ته مهم پیغام دا دی چې له ټولنې سره بیرته یوځای شي، دوي ته د سولې او بیا پخلاینې لاره هم خلاصه ده، دوي کولای شي چې د ټولنې یوغړی شي او د هېواد په جوړولو کې ونډه واخلي، که نه نو دوي به یا وژل کیږي یا نیول کیږي."

که څه هم وسله مخالفین د پولي ها خوا د پاکستان له ګواښونو سره مخ دي او نه یې پریږدي چې سوله ییز ژوند ته مخه کړي، خو ایساف وایي چې د پاکستان په پرتله په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو شمیر زیات دی.

د ایساف د معلوماتو له مخې دا مهال د افغانستان د ننه شااوخوا پنځه دیرش زره وسله وال مخالفین فعالیت کوي چې د مخالفینو اتیا فیصده جوړوي.

دا چې ریښتیا هم د دولت وسله وال مخالفین په زیاته اندازه سولې ته لیواله دي او که نه؟ تراوسه د حکومت مخالفو ډلو په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG