د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

افغانستان او جرمني به خپلو کې ستراتیژیکي تړون لاسلیکوي


په برلین کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفېر ډاکټر عبدالرحمن اشرف وایي، ولسمشر حامد کرزی د جرمني د صدراعظمي انګیلا میرکل په بلنې تېر ماښام برلین ته ورسید. له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د کابینی د وزیرانو او سلا کارانو په ګډون، یو ستر هیئت هم ملګری دی.

ښاغلي اشرف د جمهور رئیس کرزي د سفر د هدف په اړه ازادۍ راډیو ته داسې وویل:

“د دې سفر مقصد د افغانستان او جرمني تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ د تړون لاسلکیول دي. د پروګرام پر اساس، جمهور رئیس حامد کرزی به د غرمې په ۱۲ بجو د جرمني له صدراعظمي انګیلا میرکل سره د ډوډۍ خوړلو پر مهال وګوري.

په دې غونډې کې به د جرمني د بهرنیو، دفاع او بیا رغاونې د چارو وزیران هم ګډون وکړي. د افغانستان له لورې به هم له جمهور رئیس کرزي سره ملګری وزیران او په برلین کې د افغانستان سفیر ګډون وکړي.

له دوډۍ خوړلو وروسته به تړون لاسلیک شي او ورپسي به د افغانستان او جرمني مشران له خبرې رسنیو سره خبرې وکړې”.

په برلین کې د افغانستان سفیر وایي، د افغانستان او جرمني تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ تړون زیات اهمیت لري او دا ځکه، له یوې خوا د دواړو هېوادونو تر منځ په لرغونې دوستۍ یو ځل بیا ټینګار کیږي او له بلې خوا له افغانستان سره د جرمني د مرستو د دوام امکانات برابریږي:


“ دا تړون د جرمني هماغه سل کلنه دوستي ده او دوي غواړي وښیې چې د افغانستان دوستان دي. له ۲۰۱۴ کال وروسته چې د بن د کنفرنس پر اساس له افغانستان څخه بهرني عسکر له افغانستان څخه وځي، جرمني به د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې، معارف، بیا رغاونې ، کرنې او دغه راز په افغانستان کې د پانګې اچوونې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. تر څو له دي لارې افغانستان وکړاي شي په راتلونکې کې خپل لګښتونه پخپله ورکړې او دا تړون په همدي مقصد لاسلیک کیږي”.

په جرمني کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلی ډاکټر عبدالرحمن اشرف وایي، د ستراتیژیکې همکارۍ د تړون له لاسلیک وروسته به ولسمشر حامد کرزی د جرمني د کابیني له یو شمېر وزیرانو سره وګوري او له دغه ځایه به، په شیکاګو کې د ناتو په مشریزي غونډې کې د ګډون په مقصد د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ شي.
XS
SM
MD
LG