فرانسوا اولانډ نن د پاریس په ایلیز ماڼۍ کې د فرانسې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
چارواکي وايي، نیکولاس سارکوزي د لوړې له مراسمو مخکې د اټمي وسلو کودونه او نورې پټې دوسیې اولانډ ته ورکړل.
تمه ده چې اولانډ به نن نوي صدراعظم وټاکي او وروسته به په اروپا کې د پورونو د ستونزو په اړه د خبرو لپاره جرمني ته لاړشي. نوموړی به په برلین کې د جرمني له صدراعظمې انګلا میرکل سره خبرې وکړي.
اولانډ د انتخاباتي مبارزې په جریان کې د اقتصادي ودې د یوه پروګرام لپاره چې د اقتصادي سختو اقداماتو سره په تضاد کې دی؛ غږ اوچت کړی و، چې د کتونکو په وینا دغه پالیسي به له جرمني سره د فرانسې د ولسمشرمخالفت پیدا کړي.
دا ځکه چې د جرمني چارواکو په دې ټینګار کړی، چې په ایروزون کې یوشمېر هیوادونه دې ته اړتیا لري، چې د لګښتونو د کمولو سخت پروګرامونه پلي کړي څو خپل اقتصاد د ایروزون له نورمونو سره برابرکړي.