د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

د مولوي ارسلا رحماني جنازه خاورو ته وسپارل شو


د مولوي ارسلا رحماني جنازه خاورو ته وسپارل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

ارسلا رحماني، چې د طالبانو په حکومت کې يې فعاله برخه لرله، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د لارې په اوارولو کې مهم رول لوبولي شو. د ولسي جرګې او د سولې دعالي شورا يوه غړي مولوي شهزاده شاهد د ارسلا رحماني د جنازې له مراسمو وروسته وويل، چې دوي د رحماني پر وژلو سخت خواشيني شوي دي. شاهد ټينګار وکړ، چې رحماني له چا سره شخصي دښمني نه لرله. د سولې د عالي شورا غړي او په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو يوه استازي مولوي شهزاده شاهد وويل، چې رحماني د سولې، امنيت او د افغانانو د يووالي لپاره کار کار کاوه. دا د افغانانو د قتلونو روانه سلسله ده، مشران، ديني عالمان، سياستوال، ښوونکي، انجنيران او ان سوداګر يې قربانيان دي. د تېر کال په سپټمبر کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د يوه ځان وژونکي له لوري ووژل شو. له رباني وروسته په کونړ کې د سولې د کمېټې مشر محمد هاشم منيب ترور شو. د پوليسو په وينا پر ارسلا رحماني د بې ږغه تومانچې په وسيله ډزې شوي دي. د ملاداد الله محاذ په نوم د طالبانو يوې بلې ډلې وويل چې ارسلا رحماني دوي وژلي دي. د طالبانو د کوټې د شورا يوه غړي معتصم اغا جان اسوشيتيد پريس خبري اژانس ته ويلي چې د طالبانو په منځ کې له حکومت سره د پخلاينې پر سر اختلاف دي. د ده په وينا ارسلا رحماني يو داسي دروند شخصيت و چې پر وطن مين و.

XS
SM
MD
LG