د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

یو شمېر زده کوونکي د ځینو ستونزو له امله ښوونځيو ته نه شي تلای


په افغانستان کې ښوونځیو ته د وروستیو ورپیښو ګواښوونو په اړه د علماوو شورا او ملګرو ملتونو د غوښتنو په تعقیب د نا امنو سیمو زده کوونکې هم له ټولو خواوو غواړي، چې ښوونځي دي یې نه بندوي او کتاب دې یې نه سوځي.

د راپورونو له مخې دم ګړی د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو له خوا لسګونه ښوونځي تړل شوي او یا سوځول سوي، چې کوچنیان ورسره له زده کړو بې برخې شوي دي.

کندهار او ننګرهار د دغو ولایتونو له جملې څخه دي، چې ښوونځی په کې بند شوي، د دغو ولایتونو زده کوونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې د جګړې ټولې خواوي باید د دوی ښوونځي بند نه کړي.

د دغو کوچنیو زده کوونکو په خبره، چې دوی او بېوزلو ښوونکو ته دي یې د مجرمینو په سترګه نه کتل کیږي او زده کړو ته دي پرېښول شي.

″۱- زما نوم پهلوي دی، په څلورم صنف کې یم، زموږ ښوونځي دې نه راسوځي. زموږ معلومانو او ډاکټرانو ته ضرور لرو. له خلکو څخه مو دا غوښتنه ده، چې دا کار دې نه کوي.

۲ – نوم مې محمد صدیق دی، د شپږم ټولګي زده کوونکی یم. له خلکو څخه مو دا غوښتنه ده، چې زموږ کتابونه دې نه راسوځوي، چې په ارامه سره درس ووایو.

۳ – نوم مې محمد الله دی، له خلکو څخه مو دا غوښتنه ده، چې نور دې زموږ مکتونه نه راسوځي، موږ دې پریږدي، سبق ووایو، چې یا ډاکټران سو او یا هم انجینران څو وطن ته خدمت وکړو.

۴ – ایا موږ کوم حق لرو او کنه؟ که چېرې موږ حق لرو، نو ولې له موږ څخه دا حق اخیستل کیږي. په دې کې د شاګرد او یا معلم څه ګناه ده؟ موږ ته دې خپل حق راکړي.″

د دغو زده کوونکو تر خبرو مخکې د افغانستان د علماوو شورا په یوه خبرپاڼه کې پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ کړی؛ چې د افغان کوچنیانو ښوونخی دي نه بندوي.

د دې تر څنګ په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر په یوه بله خبرپاڼه کې په وروستیو اونیو کې پر ښوونځیو او ښوونکو حملې غندلي.

په خبرپاڼه کې له وسله والو مخالفینو غوښتنه شوې، چې ښوونځیو ته دي خنډونه نه جوړوي.
یوناما له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو غواړي، چې د ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو د ساتني لپاره دي لازم کارونه وکړي.

په وروستیو ورځو کې په غزني، زابل، ننګرهار، میدان وردګو ولایتونو کې د طالبانو په نوم وسله والو ډلو د ښوونځیو تړلو ته ملا تړلې او په بامیان، مزار او تخار ولایتونو کې بیا نجوني مسمومې شوې دي.

د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردک وايي، چې د ښوونځیو د بندولو او سوځلو مسوولیت یوازي د افغان طالبانو نه بلکې د سیمې د استخباراتي ډلو او نړیوالو ترهګریزو ډلو هم دی.

″څلور ګروپه دي، چې د طالبانو تر نامه لاندې فعالیت کوي. یو: زموږ افغاني وطني طالبان. دویم: دا کرېمېنل ګروپس چې ورته وايي، یعنې مجرمین، چې د دوی تر نامه لاندې کار کوي. دریم: د سیمې طالبان یا استخباراتي کړۍ او څلورم جهاني، یعنې انټرنشنل ټروریزم نیټورک. دا څلور کروپه دي.

خبرې چې کوو، په مختلفو سطوح له طالبانو سره خبرې کوو، ورته ویلي مو دي، چې مکتبونه مه بندوﺉ او په ډېرو ځایونو کارګر واقع شوي دي. دا مو هم ورته ویلي، چې دا زما شک نه دي، چې د ټولو مکاتبو د مسدودیت تر شا به تاسو وﺉ او ستاسو په نامه باندې تمامیږي.″

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د ښوونیز بهیر په مخ کې بله لویه ستونزه د پاکستان له خوا د افغان زده کوونکو د ۴،۴ میلیونه کتابونو بندول دي، چې افغانستان ته یې نه پرېږدي.

د افغانستان د علماوو شورا هم د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د افغان زده کوونکو کتابونو ته دې هیواد ته د راوړلو اجازه ورکړي.

په راپورونو کې د پاکستان پر استخبارتي شبکې ISI تور لګول شوی، چې ځینو وسله والو ډلو ته په افغانستان کې د ښوونخیو د بندولو لارښوونه کوي، د پوهنې وزیر دغه خبره په بشپړه ډول رده نه کړه.

اوس مهال په ټول هیواد کې ۵۲۸ ښوونځی بند دي، چې نژدې ټول یې په جنوبي نا ارامو ولایتونو کې دي، د پوهنې وزارت وايي، چې له امله یې شا او خوا درې لکه زده کوونکې له زده کړو بې برخي دي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG