په کابل کې د سولې د عالي شورا د غړي مولوي ارسلا رحماني د ترور د ملي ادارې اعلان وکړ، چې دوی د نوموړي د ترور په اړه له مخکې نه معلومات درلودل او د ده د کور امنیتي تدابیر یې زیات کړي وو.
مولوي ارسلا رحماني د یکشنبې په ورځ سهار د کابل په لویدیځ کې داسې مهال د نا پیژنده وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژلې شو، چې په خپل موټر کې د کار په لور روان و.
د ملي امینت د ادارې یو ویاند شفیق اله طاهري له دې پیښې څو ساعته وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د مولوي رحماني د کور د امنیتي تدابیرو سختول وسله وال دې ته اړ کړل، چې پر ده د واټ په سر حمله وکړي.
″د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د مولوي صاحب ارسلا رحماني د ترور د قضیې په اړه دوه ځله معلومات ترلاسه کړي وو او د ملي امنیت یو مرستیال خپله دا معلومات له مولوي صاحب شهید سره شریک کړل.
خو په خواشینۍ سره، وروسته له هغې، چې د هیواد قسم خوړلو دښمنانو ونه کړای شول، چې دې په خپل کور کې شهید کړي، نو د لارې په سر یې کمین ونیولو او نن دا پیښه رامنځ ته شوه.″
د کابل پولیسو د معلوماتو له مخې په مولوي ارسلا رحمانې باندې له یوې تفنګچې څخه یوازې یو ډز شوی، چې هغه په زړه لګیدلی.
د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال محمد داوود امین له ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د دوی تحقیقاتي ډلې په سیمه کې کار کوي، څو د دې پیښې عاملین وپیژني.
د سولې د عالي شورا د پخواني مشر استاد رباني وروسته، چې د تیر کال په سپټمبر کې په کابل کې په خپل کور کې په یوه ځان وژونکې حمله کې ووژل شو؛ مولوي رحماني د دې شورا دویم مهم غړی و، چې په کابل کې ووژل شو.
مولوي ارسلا رحماني، چې د مشرانو جرګې غړی هم و، د سولې په عالي شورا کې یې د بندیانو د کمیټې مشري کوله.
دی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوړو زده کړو وزیر پاتې شوی او په طالب مشرانو کې د زیاتې پیژندګلوۍ له کبله د سولې په هڅو کې یې رول مهم بلل کېده.
ده له ازادۍ راډیو سره په خپله یوه وروستۍ مرکه کې وویل، چې دوی د سولې د هڅو په لړ کې د بندیانو د خلاصولو لپاره هم هڅې کوي، خو یوازې هغه بندیان خوشې کوي، چې بېرته جګړې ته مخه نه کړي.
″موږ کوښښ کوو هغه خلک ازادي کړو، چې غلطو راپورونو پر اساس نیول شوي دي او سیمې سپینږیري، دولتي، شوراګانې او داسې نور یې ضمانت کوي، چې دا خلک په د سولې په ګټه کار کوي او بیا جنګ ته مخ نه اړوي.″
د بهرنیو ځواکونو له زندانونو څخه د افغان بندیانو خوشې کول د سولې د ملي مشورتي جرګې یوه اساسي سپارښتنه وه، چې د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې د مولوي ارسلا رحماني له خوا پرمخ وړل کیدله.
په داسې حال کې، چې د کابل پولیس د ده د وژونکو د نیولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي، وسله والو طالبانو په دې پیښه کې خپل لاس درلودل رد کړي، خو د ملا داد اله د فدایي محاذ په نامه یوې نا پیژندل شوې ډلې یی مسؤلیت اخستې دې.
دا، چې د دې محاذ مسوولین څوک دي، له طالبانو سره کوم تړاو لري او که نه او د څه لپاره یې مولوي رحمانې وژلې په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
راپور: حمید مهمند