د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د سولې عالي شورا د زندانیانو د کمېټې مشر ارسلا رحماني ووژل شو


د سولې د عالي شور غړی ارسلا رحماني
د سولې د عالي شور غړی ارسلا رحماني
مولوي ارسلا رحماني په تیر یو کال کې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر استاد رباني له وژنې وروسته، د سولې د عالي شورا دویم مهم غړی و، چې په کابل کې د ناپیژنده وسله والو کسانو له خوا ووژلی شو.

استاد رباني د تیر کال سپټمبر په وروستیو کې په کابل کې په خپل کور کې د یو داسې کس په ځان وژونکې حمله کې ووژلې شو، چې ده ته د پیغام د ورکولو په پلمه ورغلی و.

د کابل د امنیی قومندانۍ په وینا مولوي ارسلا رحماني د یکشنبې په ورځ سهار مهالې په داسې حال کې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو، چې د خپل دفتر په لور روان وو.

د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال محمد امین داوود له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې پیښه کې ښاغلې رحماني وژل شوی، خو بل چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.

″دی د خپل کور مخې ته، چې څو تنه باډيګارډان هم ورسره وو، په شهادت رسیدلی. زموږ د بررسي ټیم د پېښې په ځای کې موقعیت لري، موږ هم همهغه ساحې ته ور روان یو.″

د کورنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دې پیښې د عاملینو د نیولو لپاره هڅې په جدي توګه روانې دي.

دا، چې امنیتي ادارې به په دې برخه کې څه وکړي او که نه د دې قضاوت به راتلونکې وخت وکړي، خو د ښاغلي رحماني وژنه د سولې د عالي شورا لپاره یو ستر زیان بلل کیږي او هغه په دې معنی، چې دی له استاد رباني وروسته د دې شورا لپاره خورا مهم بلل کیده.

مولوي ارسلا رحماني د طالبانو په واکمنۍ کې د لوړو زده کړو وزیر پاتې شوی و او طالبانو کې د ده پراخو اړیکو ته په کتو سره ویل کیدل، چې د سولې په هڅو کې یې مهم رول درلود.

په کابل کې د ایساف ځواکونو د قومندانۍ له خوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې مولوي ارسلا رحماني یو با نفوذه شخصیت بلل شوی او ویل شوي، چې دا کار د هغو کسانو دی، چې د سولې د هڅو پر وړاندې د خنډونو د رامنځ ته کولو هڅې کوي.

مولوي ارسلا رحماني، چې د هیواد د سنا د مجلس غړې هم وو، د سولې په عالي شورا کې د بندیانو د خوشې کولو د کمیټې مسوول و.

ده له ازادۍ راډیو سره په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي و، چې د بندیانو د خوشې کولو لپاره پراخې هڅې کوي.

″موږ کوښښ کوو هغه خلک ازادي کړو، چې غلطو راپورونو پر اساس نیول شوي دي او سیمې سپینږیري، دولتي، شوراګانې او داسې نور یې ضمانت کوي، چې دا خلک په د سولې په ګټه کار کوي او بیا جنګ ته مخ نه اړوي.″

د بهرنیو ځواکونو له زندانونو څخه د افغان بندیانو خوشې کول د سولې د ملي مشورتي جرګې یوه اساسي سپارښتنه وه، چې د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې د مولوي ارسلا رحماني له خوا پرمخ وړل کیدله.

په داسې حال کې، چې د کابل پولیس د ده د وژونکو د نیولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي، وسله والو طالبانو په دې پیښه کې خپل لاس درلودل رد کړي، خو د ملا داد اله د فدایي محاذ په نامه یوې نا پیژندل شوې ډلې یې مسوولیت اخستی دی.

دا، چې د دې محاذ مسوولین څوک دي، له طالبانو سره کوم تړاو لري او که نه او د څه لپاره یې مولوي رحمانې وژلی په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG