د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د خبرو ځنډېدل او غبرګونونه


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
له افغان دولت سره د سولې د خبرو د ځنډولو لپاره د حزب اسلامي اعلان په هیواد کې دننه له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

حزب اسلامي په دې اړه په خپله یوه اعلامیه کې د خبرو د ځنډ اساسي لامل له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د سند لاسلیکول ښودلي.

افغان حکومت د حزب اسلامي له خوا د سولې د خبرو د درولو له اعلان سره سره د سولې په هڅو ټینګار کوي او له دې ډلې غواړي چې د جګړې پر ځای د خبرولاره غوره کړي.

د جمهور رئیس یوه ویاند احمدضیاسیامک هیروي له ازادي راډیو سره په خبروکې د حزب اسلامي دریځ ناسم وباله او ویې ویل چې له امریکا سره د ستراتيژیکو همکاریو تړون د افغانستان د ملي ګټو لپاره مهم دی.

د نوموړي په وینا د حکومت سپارښتنه بیا هم دا ده چې د افغانستان د ستونزې هواري ته دې د مذاکرې لاره غوره شي:

″که چیرې ریښتیا هم د حزب اسلامي زړه د افغانستان د خلکو لپاره تپیږي او غواړي چې په افغانستان کې نور جنګ او وینه توییدنه نه وي، نو د افغانستان د خلکو غوښتنه دې په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړي، نو ګوندي او ډله یېزې غوښتنې باید د افغانستان د خلکو لوړې ګټې تر پوښتنې لاندې رانه ولي.″

د حزب اسلامي وروستي اعلان هغه هیلې کمزورې کړې چې په دې وروستیو کې د افغان دولت او ددې ډلې ترمنځ د یوه جوړجاړي د رامنځ ته کیدو په اړه راټوکیدلې وې.

کابل ته د حزب اسلامي د یوه پلاوي له سفر وروسته خپله جمهور رئیس حامد کرزي ددغو خبرو د بریالي کیدو تمه وښودله او ویې ویل چې تر مطلوبې نتیجې پورې به له دې ډلې سره خبرې دوام وکړي.

خو له امریکا سره د ستراتیژيک تړون له لاسلیک کیدو وروسته د حزب اسلامي له دولت سره د خبرو د درولو اعلان وکړ او ویې ویل، ددغه تړون له مخې امریکا غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

بلخوا د افغانستان په ولسي جرګې کې د حزب اسلامي د وروستي دریځ په اړه وکیلان د حزب اسلامي پدې دریځ انتقاد کوي.

″″

څه موده مخکې ځینو امنیتی سرچینو وویل چې ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شویو دوو کسانو په خپلو اعترافاتو کې ویلي چې ایران په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو پر ضد د حزب اسلامي د پیاوړي کولو هلې ځلې پیل کړي دي.

ځینې افغان کارپوهان هم په دې باور دي چې له امریکا سره د ستراتیژیک سند لاسلیک کیدل به وسلوالې ډلې ایران او پاکستان ته لا ډیرې ورنږدې کړي.

د سیاسی چارو یو کارپوه عبدالستار سعادت:

″په دې اړه د دواړو نظر یو دی او امکان لري چې په راتلونکو مخالفتونو کې ایران هم له حزب اسلامي سره مرستې وکړي، هم له طالبانو سره او هم له هر هغه چا سره چې په افغانستان کې وسلوال مخالفت کوي ځکه هغوی بربنډ او صریحه توګه د افغانستان د ملي حاکمیت په نه پاملرنې سره مداخله کوي، نو طبعي ده چې له مخالفینو سره به مرسته کوي او مخالفین به هم ورته اړتیا لري، نو ترینه اخلي به یې.″

حزب اسلامي په داسې حال کې له افغان دولت سره د خبرو د درولو اعلان کړی چې وسلوالو طالبانو هم له پخوا په قطر کې له امریکایی چارواکو سره د خبرو د ځنډولو اعلان کړی دی.

طالبانو هم له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو له تړون سره مخالفت ښودلی اوویلي یې دي چې ددې تړون د عملي کیدو د مخنیوي لپاره به مبارزه کوي.

خو د دوی له مخالفت سره سره داسې ښکاري چې افغان او امریکايي چارواکي به بیا هم له وسلوالو مخالفینو د خبرو د پیل لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG