د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۴

ناټو له افغانانو سره د اوږدمهاله مرستو ژمنه وکړه


د ناټو عمومي منشي انډرس فوغ راسموسین.
د ناټو عمومي منشي انډرس فوغ راسموسین.
د ناټو عمومي منشي ̎اندرس فوګ راسموسن̎ د جمعې په ورځ وویل؛ چې نړیواله ټولنه به تر دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته هم د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي او مرسته به ورسره وکړي.

راسموسن دوې ورځې وروسته تر دې چې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې؛ خبریالانو ته دا هم وویل، چې ناټو باید هغه بریاوې خوندي کړي، چې په افغانستان کې یې تر اوسه لاس ته راوړې دي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن په بروکسل کې د ناټو د مشرانو د غونډې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل. وروسته تر دې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي ناټو به څه کوي؟

راسموسن په دې اړه وویل:

̎په شیکاګو کې به موږ دا روښانه کړو، چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته به د ناټو ماموریت څرنګه وي. تمه لرم ناټو به د افغان ځواکونو روزنه کوي، لارښوونه به کوي او مرسته به ورسره کوي، خو زما مطلب دا نه دی چې دا به په یوه بل نوم ایساف وي. دا به نوی ماموریت وي، چې ناټو به په کې نوې ونډه لري.̎

د ناټو مشران به په شیکاګو کې هغه لارې چارې وڅیړي؛ چې څرنګه له افغان ځواکونو سره مرسته کولی شي. رویټرز اژانس څرګندوي، چې د امریکا متحد ایالات به د شیکاګو په غونډه کې له افغان ځواکونو سره هر کال د یو ملیارډه ایرو مرستو ژمنه وکړي.

راسموسن د شیکاګو په غونډې کې له افغانانو سره د مرستې په اړه وویل:

̎په شیکاګو کې به موږ همداراز د خپلې دې ژمنې په اړه توضحیات ورکړو؛ چې له افغان ځواکونو سره په راتلونکې کې د نړیوالې ټولنې د یوې برخې په توګه د افغانانو په همکارۍ مرسته کوو.

موږ ټول دا وظیفه لرو، چې هغه څه چې په ګډه مو په دې سترې پانګونې او قربانیو خپل کړې دي، ویې ساتو.̎

په شیکاګو کې نژدې لس ورځې وروسته د ناټو د غړیو هیوادو مشران له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG