د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

د پښتو ژبې د نامتو شاعر اجمل خټک مزار په بمونو والوځول شو


د نامتو شاعر، لیکوال او سیاستوال ارواښاد اجمل خټک په مزار کې بمي چاودنو لس تنه ټپيان کړل او د زیارت ودانۍ ته يې د پام وړ زیان واړاوه.

د نوموړي په نوې جوړیدونکې مقبره کې، چې د پيښور ختیځ لور ته د نوښار ضلعې یا ولسوالۍ په اکوړه خټک سیمه کې واقع ده په داسې حال کې چاودنې وشوې، چې تعمیراتي چارې يې د پای مراحلو ته نژدې وې.

ځايي دولتي مقامات وايي، لومړۍ چاودنه د ماښام له ازانونو سره سمه او دویمه يې لږ ساعت وروسته هغه مهال وشوه، چې یو شمېر خبريالان، پولیس او ځايي خلک د مقبرې په نړیدلې ودانۍ کې سره راغونډ شوي وو.

چارواکي وايي، په لسو ټپيانو کې درې یې د یوه خصوصي تلويزیون خبريالان، څلور يې پولیس او پاتې ولسي خلک دي.

د نوښار ولسوال یا ډي سي او ایاز مندوخیل تر لومړي چاودنې وروسته له سیمې نه د تیلیفون پر لیکه ازادۍ راډیو ته وویل، چې په لومړۍ چاودنه کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی، خو وايي، چې د مقبرې ډیری برخه ویجاړه شوې:

"په مقبره کې تر ماښام وروسته چاودنه وشوه، هلته یو څوکیدار یا ساتونکی و، خو دغو ناڅرګندو کسانو لومړی څوکیدار تړلی او بیا يې خپل شوم عمل ترسره کړی.

له دې وړاندې مو هیڅ کوم داسې راپور نه درلود او د چا ګومان کیده چې په زیارت کې به چاودنه کيږي او هغه هم د اجمل خټک پشان د یوه شاعر په زیارت کې.

امنيتي مقامات وايي، د اجمل خټک په مزار کې دوه چاودنې وشوې، چې لس تنه يې ټپيان کړل او د زیارت نوې جوړيدونکې ودانۍ يې ونړوله.
امنيتي مقامات وايي، د اجمل خټک په مزار کې دوه چاودنې وشوې، چې لس تنه يې ټپيان کړل او د زیارت نوې جوړيدونکې ودانۍ يې ونړوله.

کوم خلک چې دا ډول ناوړه کارونه کوي، نو بیا وايي، چې په دې زیارت کې غیر شرعي کارونه کیدل خو د اجمل خټک په مزار کې خو نه نشه يان اوسیدل او نه بل کوم داسې دشریعت مخالف کار پکې کیده. نپوهیږم چې دا کار به چا او ولې کړی وي."

د عوامي نیشنل ګوند پخوانی مشر اجمل خټک، چې د انقلابي شاعر لقب هم ورکړل شوی د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ پر ۷مه تر یو کال رنځ وروسته ومړ او د خټکو اکوړې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي زوی ایمل خټک له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل اجمل خټک ټول عمر د حق د غلبې لپاره مبارزه کړې او په خپلو اثارو کې يې پښتنو ته د مینې، پرمختګ او یوالي پيغام ورکړی.

نوموړي مقبرې ته د اوښتي زیان او د دولتي مقاماتو د هغې ادعا په باب چې ګواکې یو محافظ يې د زیارت پر ساتنه ګومارلی وویل:

"زه خو لا تر اوسه مقبرې ته نه یم رسیدلی، خو د عیني شاهدانو په خبره د مقبرې چت راغورځيدلی، دیوالونو او تر یو حده قبر ته هم زیان اوښتی.

تر کومې چې د ساتونکي خبره ده نو که چیرته هلته داسې څوک وای نو ښکاره خبره ده دغسې یوه پيښه به نه وای رامنځته شوې."


له دې وړاندې په پښتنونخوا کې د عبدالرحمن بابا، میا عمر د څوکنو، بهادر بابا او همداشان په سندهـ او پنجاب ایالتونو کې هم په ورته توګه د صوفیانو او شاعرانو په زیارتونو کې چاودنې او ان ځانمرګي بریدونه شوي.

تر اوسه چا لا ددې پيښې مسوولیت نه دی منلی، خو په تیرو وختونو کې سخت دریزو وسله والو د داډول حملو پړه پر خپله غاړه اخیستې یا دولت پرې اچولې.

اجمل خټک ليکوال، ژورنالېست، اديب ، سياستوال او ښه عالم و.

ډیری قلموال دنوموړي تر ټولو ستر صفت داګڼي، چې د برابرۍ او ازادۍ حقوق يې يواځې د پښتون لپاره نه بلکې د ټول انسانيت لپاره غوښتل.

د ګڼو منظومو او نثري ټولګو ليکوال،دعوامي نشېنل ګوند پخوانی مشر او دپاکستان د پارلمان پخوانی غړي اجمل خټک د1304 کال د قوس پر 24مه دسترخوشال خان خټک په ټبر کې د نوښار ولسوالۍ په اکوړي سيمه کې زېږېدلی اود 1388یم کال د دلوې پر 18 مه د۸۵ کالو په عمرله نړۍ وکوچید.

نوموړي ټول عمرپه ملنګۍ او فقيرۍ کې ژوند تېر کړی او خپل اولاد ته يې د درېيو مرلو يا څه کم يوې بسوې کور پرته نور څه نه دي پريښي.
XS
SM
MD
LG