د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د بدن د ښکلا ملي لوبې د کابل په اتلولۍ پایته ورسیدې


د افغانستان د بدن د ښکلا اووم دور لوبې د چهارشنبې په ورځ د کابل په کوربه توب او اتلولی پایته ورسیده.

په دې سیالیو کې د کابل په ګډون د 29 ولایتونو له نږدې درې سوه لوبغاړو څخه 27 تنه ملي ټيم ته هم انتخاب شول.

د افغانستان د بدن د ښکلا د ملي ټيم روزونکي او د دې سیالیو سرداور محمدالله مهمندیار د دې لوبو سطحه ډېره لوړه وبلله او وې ویل، چې د دې سیالیو د لا ښې داورۍ لپاره د ګاونډيو هېوادونو داوران هم رابلل شوي وو:

"د دې لپاره چې څوک ونه وایي حق تلفي وشوه یا مثلا چا د چا حق خوړلی او همدا راز عندالله او عندالرسول موږ پریکړه کړې او همدا راز ډېرې ښې لوبې وې او په ډېرې لوړې سطحې وې."

د افغانستان د بدن د ښکلا په ځوانانو برخه کې یوسف سخي د غړیو د ښاغلي لقب وګاټه، نوموړي له اتلولۍ وروسته له رسنیو سره خپل احساس داسې شریک کړ:

"زه په افغانستان کې خپلو وروستیو هیلو ته رسیدلی یم زه هیله من یم چې وکولای شم د خپل ګران افغانستان لپاره د خپل ګران هېواد بیرغ په اسیایي او نړېوالو لوبو کې اوچت کړم."

له بلې خوا د هلمند ولایت استازي بریالي د تنکیو ځوانانو تر منځ د خپل وزن د لومړي مقام تر څنګ د غړیو د ښاغلي لقب هم تر لاسه کړ خو خپلو هېوادوالو ته یې د سولې د تامین هیله وکړه.

په تنکیو ځوانانو کې د بدن د ښکلا ښاغلی بریالی:

"هېوادوالو ته مې دا پیغام دی چې باید دوي خپل هېواد پاک وساتي جګړې او دا بلاوې ورکې شي."

دا لوبې دوه ورځې روانې وې او په پای کې یې کابل په ټیمي کچه لومړی، هرات دویم او بلخ ولایت دریم مقام تر لاسه کړ.

له بلې خوا د دې رشتې یو شمېر لوبغاړي د بدن د ښکلا لګښتونه ډېر زیات بولي او له دولته غواړي چې د ملي اتلانو د لاستاینې او بهرنیو لوبو ته د هغوي د چمتوالي په خاطر باید د هغوي مالي لګښتونه دولت ورکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی، کابل
XS
SM
MD
LG