د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

په کندهار کې د صحي علمو د انسټيټوټ ودانۍ جوړه شوه


د صحي علمو انسټیټوټ
د صحي علمو انسټیټوټ
د صحي علمو دغه انسټیټوټ چې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې یا (USAID) له خوا دیو نیم کال په موده کې د ۲ میلونه اووه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی، دوې لیلې او د صحي علمو د زده کړې بېلابېلې څانګې لري.

د عامې روغتيا وزيري ثريا دليل چې د ياد مرکز د پرانیستنې په مراسمو کې یي خبرې کولې وویل، چې په دغه روغتيايي مرکز کې به لسګونه ځوانانو ته طبي زده کړې ورکول شي او په کندهار کې به د نارينه نرسانو او ښځينه قابله ګانو د کموالي ستونزه حل شي:

"لکه څنګه چې ما یو نیم کال مخکې ژمنه کړه وه، چې د کندهار لپاره د نرسانو د زده کړې یو مرکز جوړوم او دلته به نرسانو او قابله ګانې زده کړې کوي دا دی نن مو دا مرکز جوړ کړ دا یو ډیره جدی اړتیا وه په مجموع کې زموږ د نرسانو لپاره او په خاص ډول د انجونو لپاره."

د کندهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټرعبدالقيوم پخلا وویل، چې تر دې مخکې په ميرويس روغتون کې نرسانو او قابله ګانو ته زده کړې ورکول کېدې، چې د دې روغتون ساحه يې تنګه کړې وه.

نوموړي دعامې روغتيا له وزيرې وغوښتل، چې په ياد روغتون کې د لابراتوار، فارمسي او د غاښونو د ډاکټرانو د روزنې څانګې جوړوي او د اداري تشکيل ستونزې يي حل کړي:

"زموږ هیله دا ده، چې وزارت مو دا پشنهاد ومني او په دې توګه به زموږ ډیر روغتیایي ستونزې حل شوي وي."

په ورته وخت کې د کندهار والي ډاکټر توریالی ویسا په خپلو خبرو کې د روغتیا د وزارت څخه وغوښتل چې د ميرويس روغتون د بسترونو د زياتوالي ترڅنګ دى، د کندهار ښار ختيځ لوري ته هم يو لوى روغتون جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د کندهار په لیرو پرتو سیمو کې خلک روغتیایي اسانتیاوو ته لاس نه لري.

په دې برخه کې تر ټولو لویه ستونزه د اولاد د زیږون پر مهال د میندو مړینه ده.

راپور- محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG