د افغانستان په اړه د شیکاګو د کنفرانس په درشل کې د دفاع وزارت تمه ښیي، چې په دې کنفرانس کې د دې هېواد له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ او پیاوړتیا په برخه کې مهمې پریکړې وشي.
ټاکل شوې ده د ناټو د سرمشریزې غونډه نږدې دوه اونۍ وروسته د متحده ایالاتو په شیکاګو کې جوړه او د لسګونو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي په کې برخه واخلي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د شیکاګو په کنفرانس کې به پریکړه وشي چې له ۲۰۱۴ میلادی کال نه وروسته د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د لسو کلونو لپاره هرکال څلور اعشاریه یو ملیارد ډالرورکول کیږي ترڅو له خپل هېواد څخه د بشپړې دفاع جوګه شي:
"د شیکاګو له کنفرانس څخه د ملي دفاع وزارت توقع دا ده، چې ملي اردو له اوسنۍ وضع څخه چې یوازې د کورني امنیت د ټینګولو توان لري ووځي او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته خپل بهرني امنیت هم ټینګ کړي.
تمه کوو، چې د افغانستان د فضایي امنیت د ټینګښت لپاره زموږ هوایي ځواکونه هم پیاوړي کړي او زغروالو قواوو ته مو هم ځانګړې پاملرنه وکړي".
جنرال عظیمي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له ۲۰۱۵ میلادي څخه وروسته که چیرې په افغانستان کې امنیتي وضع ښه وي نو د دې هېواد د امنیتي ځواکونو شمېر کمیږي خو که چیرې شرایط برابر نه وي نو د ده په خبره د افغان امنیتي ځواکونو په شمېر کې به هیڅ کموالی نه راځي.
ده دغه راز وویل، چې د افغانستان د ملي اردو شمېر دا مهال زیات شوی او له دې وروسته د دې ځواکونو کیفیت او تجهیز ته پاملرنه زیاتیږي.
جنرال عظیمي څرګنده کړه، چې په تیرو وختونو کې د ملي اردو لیکو ته د جلب او جذب پروسه چټکه وه خو اوس مهال چې کوم کسان د دوي لیکو ته نیول کیږي په اړه یې د پخوا په پرتله جدي پلټنې ترسره کیږي ترڅو له وسله والو مخالفانو سره اړیکې ونلري:
"له یوې مودې راهیسې د ملي اردو په برخه کې په ټولو ولایتونو او جزو تامونو کې جدي اقدامات شوي، زمونو د کشفي ارګانونو له خوا یو شمېر کسان نیول شوي او یو شمېر نور د ملي اردو له لیکو څخه شړل شوی دي.
موږ خپله ټوله انرژي او امکانات کاروو ترڅو ملي اردو کنټرول کړو او په دې پوه شو چې د کوم سرتیري ضمانت د چا له خوا شوې.
په دې برخه کې د هیواد په سطح دا مهال بیلا بیلې ډلې کار کوي".
په تیر یوه کال کې د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې د ملی اردو یوشمیر سرتیرو پر بهرنیو ځواکونو حملې کړي چې له امله یې تراوسه لسګونه تنه بهرني عسکر مړه او ټپیان شویدي.
دې مسالې په ملي او نړیواله سطح ځینې اندیښنې پیدا کړي او پرملي اردو یې اعتماد او باور هم یوڅه زیانمن کړیدی،خو د دفاع وزارت ویاند وایی چې د افغانستان له امنیتی ځواکونو سره د شیکاګوپه جوړیدونکي کنفرانس کې د ناټو او نورو هیوادونو ژمنې به دا وښیی چې پر افغان امنیتی ځواکونو نړیوال پوره باور لري.