د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۷

"په پکتیا کې به د ځینو سړکونو د رغولو چارې په خپله غاړه واخلو"

د افغانستان د فوايد عامې وزير انجينر نجيب الله اوژن چې په مشرانو او ولسي جرګو کې د پکتيا استازي هم ورسره مل و، په ګردېز کې د خلکو يوې غونډې ته وويل، چې وزارت يې په پلان کې لري چې سم دلاسه نه، بلکې په راتلونکو دوو دريو کلونو کې د دې ولايت د ځينو سړکونو د جوړولو چارې په خپله په غاړه واخلي.

خو ورسره څنګ کې يې له قومي مشرانو او د ولسي جرګې له استازو دا هم وغوښتل، چې د نوموړي ملا دې وتړي، تر څو ماليې وزارت او نورې مرستندويه ادارې دې ته وهڅوي چې د دې سړکونو لپاره د بوديجې غم وخوري:

"سږ کال موږ يو شمېر پروژې په پلان کې لرو، په يو شمېر پروژو کار روان دی، خو په ډېرو برخو کې موږ د قومي مشرانو، والي او په ولسي او مشرانو جرګو کې د خلکو د استازو همکاري او مرستې ته اړتيا لرو، او موږ هغه وخت کاميابېدلی شو، چې د پروژو لپاره د بوديجې په پيدا کولو کې د خلکو او وکېلانو ملاتړ راسره وي."

د فوايد عامې وزیرنجيب الله اوژن په داسې حال کې پکتيا ته سفر وکړ، چې د دې ولايت څلور لويې او اساسي لارې تر دې دمه په خامه حالت کې دي او د جوړېدو چارې يې له نمايشي پيل کېدو وروسته په نيمايي کې پرېښودل شوې دي.

د ګردېز- خوست او ګردېز غزني تر منځ دوه لويې لارې او د احمدخېلو ولسوالۍ څخه د ګيوي په نوم سرحدي سيمې پورې او همدا ډول د څمکنيو او جانيخېلو ولسواليو تر منځ غځېدلې لارې ټولې سلګونه کېلومټره اوږدوالي لري چې د لويه کتله خلکو د نښلولو تر څنګ خاص سوداګريز او ترانزيتي اهميت هم لري.

د پکتيا ولايتي شورا هم له وزير نجيب الله اوژن څخه د همدغو څلورو لارو د جوړولو غوښتنه وکړه.

بل خوا بيا غونډې برخه والو د انتقاد په ډول وويل، چې د ډېری سړکونو د کار د ځنډېدو او نيمګړتيا لوی لامل دا دی چې قراردادونه يې په مرکز کې کېږي او کارونه يې په خپل سري ډول تر سره کېږي، خو د کار او څرنګوالي په اړه يې ولايتي اداره په جريان نه خبرول کېږي.

خو د دغې ستونځې په اړه د فوايد عامې وزير پخپله هم نه د خبرېدو خبره وکړه او زياته يې کړه چې پخپله دوی هم د ځينو سړکونو د پروژو د څرنګوالي او قراردادونو په اړه ندي خبر کړل شوي.

دی وايي، د ګردېز – غزني او ځينو نورو سړکونو د کارونو د بيا پيل په موخه يې د مرستندويه ادارې يو اېس ايډ او امريکا سفارت له مسوولينو سره څو ځلې خبرې کړې دي او هيله من دی چې ډېر ژر به يوې پايلې ته سره ورسېږي:

"د ګردېز- غزني د سړک د قرارداد په اړه موږ خبر نه درلوده، خو له هغې ورځې وروسته چې زموږ وزارت په جريان خبر شو، د امريکا له مرستيال سفير او خپله سفير سره مې د ګردېز – غزني سړک خبره ياده کړه، په دې اساس موږ اميدوار يو چې د دې سړک د تکميل لپاره ټاکلې اندازه مالي منابع پيدا کړو، څو د دې سړک د کار دويمه برخه خپله فوايد عامه په غاړه واخلي."

د افغانستان د فوايد عامې وزير له پکتيا څخه په داسې مهال ليدنه وکړه چې د دې ولايت سم نيمايي سړکونه خامه او نيمګړي دي او جوړ شوي سړکونه هم په ټوله کې د وزارت نه؛ بلکې د بهرنيو مرستندويانو په لګښت جوړ شوي.

د پکتيا د ځايي ادارې د معلوماتو له مخې تر اوسه ۳۸۰ کليومتره سړکونه په اساسي ډول جوړ شوي او څه باندې درې سوه کېلومتره سړکونه لا هم خام دي، خو د جوړو شويو سړکونو ټيټ کېفيت، د جوړېدو پر مهال د جوړوونکو او حکومت تر منځ نه همغږي او له جوړېدو وروسته د سړکونو نه څارنه هغه درې لويې ستونځې دي چې تر دې دمه پر ځای پاتې دي.

راپور – لمر نيازی
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG