د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

اوباما د افغانستان مساله د ناټو له عمومي منشي سره څيړي


له ښي خوا- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ناټو له سرمنشي انډرس فوغ راسموسین سره.
له ښي خوا- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ناټو له سرمنشي انډرس فوغ راسموسین سره.
د ناټو عمومي منشي سبا د امريکا له ولسمشر سره د ناټو د مشرانو د غونډې په اړه خبرې کوي. د دغې دوه ورځنۍ غونډې په اړه، مخکې راسموسن له افغان چارواکو سره خبرې کړې وې.

د شيکاګو په غونډه کې چې د مې په شلمه او يو ويشتمه جوړيږي؛ د افغانستان په اړه خبرې کيږي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ناټو له عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن سره سبا په سپينه ماڼۍ کې ويني.

سپينې ماڼۍ په يوه بيان کې ليکلي دي، چې دواړه مشران به په شيکاګو کې د ناټو د مشرانو د غونډې په اړه خبرې وکړي. تيره مياشت د ناټو عمومي منشي په کابل کې له افغان چارواکو سره وليدل او د شيکاګو د غونډې په اړه يې خبرې وکړې.

انډرس فوګ راسموسن په کابل کې افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې ناټو به د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته تر دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته هم دوام ورکوي.

تر دوو اونيو لږ وخت په شيکاګو کې د ناټو د مشرانو غونډې ته پاتې دي. سپينه ماڼۍ وايي، چې بارک اوباما به له اندرس فوګ راسموسن سره د چهارشنبې په ورځ له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مسالې خبرې وکړي او په دې برخه کې به د همکارۍ مساله وڅيړي؛ چې د شيکاګو په غونډه کې خبرې پرې کيږي.

تمه ده، چې د شيکاګو په غونډه کې د افغان ځواکونو پر کره شمير او مالي ملاتړ هم خبرې وشي. رپوټونه څرګندوي، چې په دې غونډې کې به په افغانستان کې افغانانو ته له بهرنيو د امنيتي ځواکونو د مسووليتونو د دريمې مرحلې نيټه هم مشخصه شي.

د ناټو عمومي منشي ژمنه کړې ده چې د افغان ځواکونو شميره به درې لکه دوه پنځوس زرو ته لوړه کړي. اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا يولک او ديرش زره بهرني عسکر دي، چې اکثر يې د ناټو د غړيو هيوادو دي.
XS
SM
MD
LG