د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

سرپل کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي


د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې سیلابونو له امله د مړو شوېو کسانو شمېر ۲۱ ته لوړ شوی دی او تر ۶۰ زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي.

له سرپل څخه د ازادۍ راډیو د خبریال په حواله، په سانچارک ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله سلګونه جریبه زراعتي ځمکه ویجاړه شوې ده.

د سانچارک ولسوالۍ د انکشافي شورا ریس حاجي ثمر الدین د پيښې له ځایه، ازادۍ راډيو ته وویل، چې تیره شپه، په ناڅاپي ډول سیلابونه راغلل او ګڼ شمېر کلي یې لاندې کړل:

"څلویښت یا پنځوس کورونه په یوه کلي کې د سیل ابو وړي دي.

مالي تاوان زیات دی. یویشت تنه مړه شوي دي. د خلکو ګڼ شمیر څاروي سیل وړي دي.

زموږ ولسوال، د امنیت مدیر، څارنوالۍ، د کلیو مدیر ټول د پيښې ځای ته تللي دی. مړي به نن تر غرمې وروسته خاورو ته وسپارل شي."


د سانچارک ولسوالۍ د انکشافي شورا یو بل مسول حاجي عبدالغفور نن ازادۍ راډيو ته وویل، چې تر اوسه د حکومت له خوا کومه مرسته نه ده شوې.

دی وايي، چې د سیمې خلک په خپله د وضعیت د کنټرول او له قربانیانو سره د مرستې لپاره را وتلي دي.

حاجي عبدالغفور وویل، چې د تلفاتو دقیق شمېر لا نه شي ویل کیدلای او خلکو تر اوسه یویشت مړي موندلي دي:

"نه ده معلومه چې څومره مړي به وموندل شي، خو د مړیو د را ایستلو هڅې روانې دي."

په سرپل کې له طبیعي پيښو سره د مبارزې ریس ازادۍ راډيو ته وویل، چې د والي په مشرۍ یو هیات سیمې ته تللی دی ترڅو وضعیت په خپلو سترګو وګوري.

دې چارواکې ویلي دي، چې د تیرې شپې سیلابونه ډير قوي وو نو ښايي تلفات زیات وي.

ده زیاته کړه، چې له مرسته کونکو ادارو سره په تماس کې شوي دي، تر څو ژر تر ژره د پيښې قربانیانو ته کمکونه را غونډ او ور واستول شي.

په سیمه کې خلکو ویلي دي، چې سملاسي د خوراکې موادو او د څښاک د پاکو اوبو لپاره سخته اړتیا ده .

د سانچارک په ده مرد، کلي کې سیل د واده په یوه کور باندې پيښ شوې دی او وراباڼي یې وړي دي.

د ازادۍ راډيو خبریال وايي، چې زوم هم زخمي شوی دی.
XS
SM
MD
LG