د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

ولسي جرګه: په کابل کې د ایران سفیر دې احضار کړای شي


ولسي جرګې د ایران د سفیر د دې څرګندونو په اړه چې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند باید د ملي شورا له خوا تصویب نشي جدي غبرګون وښود او د بهرنیو چارو له وزارت څخه یي وغوښتل چې په کابل کې د ایران سفیر احضار کړي.

د دې جرګې اداري پلاوي او یو شمېر غړو په کابل کې د ایران د سفیر دا ډول خبرې د افغانستان په چارو کې څرګنده مداخله وبلله او ویې ویل، چې دا ډول څرګندونې د ډپلوماتیک عرف خلاف عمل دی.

د ولسې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ د دې جرګې د غړو له تندو او جدي بحثونو څخه وروسته وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت باید په کابل کې د ایران سفیر احضار او په دې اړه ورڅخه وضاحت وغواړي:

"د ایران د سفیر څرګندونې په سختو الفاظو کې ردوو او دا په افغانستان کې څرګنده مداخله بولو.

اختصاصي کمیسیون ته دنده سپارو، چې د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه را وغواړي او دنده ور وسپاري ترڅو په کابل کې د ایران سفیر احضار او په دې اړه ورسره رڼې خبرې وکړي.

کله چې په دې اړه یې خبرې وکړې نو بیا دې د ولسې جرګې عمومې غونډې ته راپور وړاندې کړي".

په افغانستان کې د ایران سفیر ابوالفضل ظهره وند تیره اونۍ د ولسمشر کرزي او جمهور رییس اوباما له خوا د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې له لاسلیک کیدو نه وروسته د مشرانو جرګې له رییس سره په لیدنه کې ویلي وو، چې دا سند د ایران د ملي ګټو خلاف دی او باید چې د ملي شورا له خوا رد شي.

ده څرګنده کړې وه که چیرې دا سند د ملي شورا له خوا تصویب شي نو ایران به هرو مرو غبرګون وښیي.

د مشرانو جرګې غړي محمد داوود حساس د دوشنبې په ورځ د ملي شورا په انګړ کې خبریالانو ته وویل چې د دې جرګې له رییس ښاغلي مسلمیار سره د ښاغلي ظهره وند د خبرو پر مهال دی هم حاضر وو، ده څرګنده کړه چې په کابل کې د ایران سفیر ګواښ وکړ که چیرې د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک سند د ملي شورا له خوا تصویب شي نو دوي به افغان مهاجر له ایران څخه وباسي.

د ملي شورا غړي وایی دا لومړی ځل نه دی چې ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي بلکې د دوی په خبره تردې وړاندې هم تهران په سیاسي او امنیتی لحاظ افغانستان ته ډیرې ستونزې ولاړې کړيدي.

دوی وویل چې په افغانستان کې د ایران سفیر ابوالفضل ظهره وند په دې ډول خبرو ثابته کړه چې هیواد یې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې څرګنده مداخله کوي،د دوی په خبره د ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو دا ډول څرګندونې او مداخلې نشي کولای چې د افغانستان د هغو پریکړو مخه ونیسي چې ملي ګټې پکې نغښتي دي.
XS
SM
MD
LG