د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا چې د جمعې په ورځ یو شمېر هغو سرتیرو ته وینا کوله؛ چې افغانستان ته تلو ته چمتو شوي وو. نوموړی پر امریکايي سرتیرو ټینګار وکړ، چې د جګړې په سیمه کې دې تر ټولو ښه چلندد وکړي.
لیون پنیټا له سرتیرو سره په خبرو کې وویل، د بې پروایۍ عکسونه او کړنې به افغانستان کې د دوی ماموریت او د سرتیرو ژوند ته خطر پېښولی شي.
د امریکا د دفاع د وزیر په وینا، په دې ورځو کې د یو عکس لپاره یوازې څو ثانیې وخت په کار دی؛ چې یو ناڅاپه ترې په رسنیو کې نړیوال سرلیک جوړ شي.
لیون پنیټا چې په جورجیا کې یې سرتیرو سره خبرې کولې زیاته کړه:
دا سرلیکونه زموږ پر هغه ماموریت چې ترسره کوو یې اغیز کوي، ستاسو د ملګرو سرتیرو ژوند ته ګواښ پېښوي، مورال زپي، د نړۍ په وړاندې مو کم راولي او بالاخره د ډیرو د ژوند په بیه تمامیږي.
د لیون پنیټا په وینا، ناسم چلند کې د یو سرتیري له خوا هم وي د نورو ټولو رنګه بدولی شي.
ویل کېږي وروسته له هغې چې په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي سرتیرو د ناسم چلند په اړه په رسنیو کې د عکسونو او راپورونو له خپریدو وروسته عکس العملونه راوپاریدل اوس د امریکا د پوځ مشرانو پر پوځي قومندانانو زور راوړي؛ چې د جګړي په سیمه کې دې د سرتیرو چلند او ډیسپلین ته ډير پام وکړي.
په دې وروستیو کې د یو شمیر امریکايي سرتیرو د داسې سرغړونو څو پېښې وشوي چې دننه په افغانستان او بهر یې زیات عکس العملونه را پورته کړل.
په دې کې، په تیروتنه د قران پاک سوزول، د یو امریکايي سرتیري له خوا په کندهار کې د ۱۷ املکيانو ډله ایزه وژنه او ورپسې د هغو عکسونو خپریدل چې په کې امریکايي سرتیري د یو مخالف وسلوالو مړي ته د سپکاوي په حال کې لیدل کیږي، د ورستیو څو بیلګو په توګه یادیدلی شي.