د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

مظاهره چیان: م.م دې په کوټه کې د هزاره ګانو د وژلو مخه ونیسي


په سلګونو مظاهره چیانو د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې له یوه لنډ لاریون وروسته د مزاري په څلور لارې کې راټول شول.

دوي د پاکستان په کوټه ښار کې وروستۍ وژنې په دې ښار کې د میشتو هزاره توکمو د نسل وژنه بلله.

مظاهره چیانو په خپلو نارو کې پر پاکستان غږ کاوه، چې د دوي په وینا له جنایت نه دې لاس واخلي:

"زموږ هدف د پاکستان په کوټه کې د هزاره وو، د بې ګناه هزاره وو په وژنې اعتراض دی.

زموږ غوښتنه په کوټه کې د دې جنایتونو څیړنه، په خاصه توګه په پاکستان کې د همدې جرایمو په اړه د ملګرو ملتونو د شورا رابلل او بالاخره د دې جرایمو مخنیوی دی او نننۍ مظاهرې د هزاره وو او یا د افغانستان د خلکو د نسل وژنې په اړه. زموږ خلک په پاکستان کې وژل کیږي، زموږ حکومت باید ویښ شي، د ملګرو ملتونو سازمان باید ويښ شي."


مظاهره چیانو خپل پریکړه لیک هم ولوست، چې په یوې برخه کې یې له پاکستانه د دغو وژنو د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې وه.

دوي له ملګرو ملتونو هم وغوښتل، چې په پاکستان کې د هزاره وو وژنه دې د بشریت پرضد عمل او د نسل د وژنې په توګه وڅیړي.

د مظاهرې تنظیموونکو رسنیو ته په استولي یوه پیغام کې ادعا کړې ده، چې په وروستیو دوو میاستو کې په کویټه کې یوسلو پنځوس کسان وژل شوي دي.

هڅه مو وکړه، چې د کابل د مظاهرو په اړه د پاکستان د سفارت د مسئولینو نظر هم واخلو خو هغوي پرې له تبصرې ډډه وکړه.

په پاکستان یو پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي په دې باور دی چې په کویټه کې د یو شمېر شیعه وو وژنې په پاکستان کې د مذهبي اختلافاتو له امله کیږي، خو په کویټه کې د دغو وژنو او په کابل کې یې پر ضد د مظاهرو په اړه احمد سعیدي وايي:

"دا یوکال دوه کاله کیږي چې په بولان، ګلکت، کوټه کې شیعه ګان ووژل شول اصلا ددې په راس کې لښکر جنګهوي دی اما دغه لاریون چې په کابل کې کیږي دا لاریون ددې لپاره کیږي چې ایران نه غواړي چې دا لاریون په تهران یا مشهد کې وکړي بلکې غواړي چې د کابل له لارې خپلو هیلو ته ورسیږي."

په پاکستان کې ځینې هغه هزاره وګړي، چې د سني سخت دریځو ډلو له خوا وژل کیږي، معمولاً د ایران سره په همکارۍ تورن دي.

د بلوجستان په ایالت کې د بلوڅ بیلتون پالو بریدونه او د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې د پنجابي او پښتون ترمنځ نښتې هغه نور قومي او مذهبي اختلافات ښيي، چې دا مهال یې په پاکستان کې ستونزې پیدا کړي دي.
XS
SM
MD
LG