د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۱

وزیري: زموږ پسرلني عملیات په نا امنه سیمو کې ترسره کیږي


د افغانستان د دفاع وزارت په داسې حال کې د نویو پوځي عملیاتو د پیلیدو په هکله خبرې کوي، چې د رپوټونو له مخې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه د پخوا په پرتله زیات شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوي نوي پسرلني پوځي عملیات د ټول هېواد په کچه په نا امنه سیمو کې ترسره کیږي:

"موږ سره د دوي د حملو یا د دوي عملیاتو ته د یو یا بل نوم ورکولو په خاطر هیڅ ډول جدي تشویش نشته، موږ هم په پسرلي کې کله چې د امید عملیات خلاصیږي ډیر ژر په دې نږدې وختونو کې په ټول افغانستان کې په هغو سیمو کې چې لږ نا امنه یا د تحدید لاندې دي خپل عملیات پیلوو او دا به نوي عملیات وي موږ هم یو ښه او سم پروګرام د پسرلي او اوړي لپاره لرو."

ښاغلی وزیري زیاتوي، چې د افغانستان ملي اردو کولای شي د دولت د وسله والو مخالفینو هر ډول حملو ته ځواب ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت په داسې حال کې د نویو پسرلنیو عملیاتو په هکله خبرې کوي، چې وسله والو طالبانو اعلان کړی چې دوي به هم د الفاروق په نوم یو لړ پسرلني عملیات پیل کړي.

وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو پسرلینو عملیاتو هدف یې د بهرنيو یرغلګرو، د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو، د ملي شورا او د سولې د عالي شورا د غړو په نښه کول دي.

په دې خبرپاڼه کې همدا راز له ملکي خلکو غوښتل شوي، چې د وسله والو طالبانو د عملیاتو پر مهال دې سیمې ته نه ورنږدې کیږي او د بهرنیانو او همدا راز د افغان حکومتي ادارو په شاوخوا کې دې تګ راتګ نه کوي.

خو یو شمېرعام افغانان بیا له وسله والو طالبانوغواړي چې له جنګ جګړو لاس واخلي او د افغان حکومت د سولې له بهیر سره یوځای شي.

افغان حکومتي چارواکي او وسله وال طالبان په داسې حال کې د نوېو پسرلنیو عملیاتو د پیلیدو په هکله خبرې کوي، چې ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې یو ځل بیا له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

ښاغلي کرزي یو ځل بیا طالبان خپل وروڼه وبلل او غوښتنه یې ترې وکړه چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، خو وسله والو طالبانو له دې مخکې داسې غوښتنو ته د ټوپک په ژبه ځواب ورکړی.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG