د چین د حکومت مخالف چین ګوانچینګ چی په سترګو ړوند دی، د امریکا له ولسمشر بارک اوباما غوښتنه کړې، چې له چین څخه د هغه او کورنۍ په وتلو کې ورسره مرسته وکړي.
هغه ویلي دي، د خپلې کورنۍ د ژوند په اړه ویره لري.
چین دا څرګندونې په پیکنګ کې د امریکا له سفارت څخه چې هغه په کې نژدې یوه اونۍ پناه اخیستی وه، له وتلو څوساعته وروسته خبریالانو ته وکړې.
چین فرانسپرس اژانس ته وویل، چې امریکایي چارواکو ورته وویل، چې چینایي چارواکي به د هغه میرمن د مرګ تر کومې ووهي که دې له سفارته ونه وځي.
چین دغه راز وویل، چې دی له متحده ایالاتو ډیر مایوسه شوې، خو په واشنګټن کی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونیر د چین دغه ادعاوې بې اساسه وبللې او ویي ویل:
"هیڅکله هم هیڅ یوه امریکایي چارواکي چین ته د هغه د میرمنې او ماشومانو د فزیکي یا قانوني ګواښ خبره نه ده کړې او نه هم چینایي چاراوکو دوي ته ګواښ کړی یا یي د دوي له لارې د ګواښ خبره کړې ده."
امریکایي چارواکو مخکې ویلي و، چې چین په خپله خوښه له سفارته وتلې او غوښتل یي چې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي. هغه د سیاسي پناه غوښتنه نه ده کړې.