د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۸

انتوني: ستراتیژیک تړون د افغانستان ګاونډیانو ته تهدید نه دی


د نړېوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی انتوني کوردسمن
د نړېوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی انتوني کوردسمن
د نړېوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی انتوني کوردسمن وايي، چې له امریکا سره د افغانستان د اوږدې مودې ستراتیژیکو اړیکو تړون، د افغانستان ګاونډیانو ته تهدید نه پیښوي.

ښاغلي کورډسمن د چهارشنبې په ماښام په دې مرکه کې ویلي، دي چې امریکا نه غواړي، په افغانستان کې دایمي پوځي اډې ولري:

"په دې موافقتنامه کې واضح ویل شوي دي، چې امریکا په افغانستان کې اوږدمهالې پوځي اډې نه غواړي.

په دې سند کې راغلي دي، چې امریکا به محدود ځواکونه په دې هېواد کې وساتي تر څو له القاعده او د نورو تروریستي ډلو له غړو سره مبارزه وکړي. چېن او روسیه له دې مسلې سره مخالفت نه لري."


انتوني کوردسمن زیاته کړې ده، چې امریکايي سلاکاران به د افغانستان د امنیتي ځواکونو له اډو څخه عملیات کوي. له دې امله، د کورډسمن په باور، د ایران او پاکستان په شمول، د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته هیڅ تهدید نشته.

کارپوهان په دې باور دي، چې امریکا د دې موافقتنامې له لاسلیکولو سره، تعهد کړی دی، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي، خو د دې سند پر اساس شوې تعهدات به تر کومه حده عملي شي؟

په امریکا کې د نړېوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی انتوني کوردسمن فکر کوي، چې په شیکاګو کې د ناټو تر کنفرانس وروسته به له افغانستان سره په پوځي او اقتصادي چارو کې د امریکا او متحدانو د مرستو اندازه څرګنده شي.

خو د فارن پالیسي خپرونې مرستیال( جان فیفر) په دې باور دی چې ښايي د دې تړون په موادو کې ځیني بدلونونه راشي:

"موږ نه پوهیږو، چې په افغانستان کې سیاسي وضعیت به څه ډول وي. ایا ولسمشر حامد کرزی به همداسې په قدرت کې وی؟ ان که په قدرت کې هم پاتې وي، ایا د متحدو ایالاتو په وړاندې به دوستانه حس ولري؟ په تیر وخت کې یې څو وارې ویلي، چې له امریکا څخه د مایوسه کېدو په خاطر به د طالبانو لوری ونیسي."

د دې احتمال له موجودیت سره هم، ښاغلی فیفر وايي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژیکو اړیکو تړون، افغان حکومت ته دا قوي پیغام استوي چې امریکا به تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم دا هېواد نه خوشې کوي.
XS
SM
MD
LG