د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د پکتیا بزګران: د نشه يي توکو د نه کر په بدل کې دې پیسې راکړل شي


د پکتيا ولايت بزګرانو د خپلې پخوانۍ ژمنې په تاييد سره چې له کابو اوو کلونو راهيسې په دې ولايت کې د کوکنارو او نشه يي توکو کرکيله نه کوي، سږ کال يو ځل بيا خپله پخوانۍ ژمنه تازه کړه او ويې ويل، له يوې خوا دې ورسره اړوندې ادارې د اوبو لګولو د بنسټيزو سيستمونو په جوړولو او د ميکانيزه کرنې په پراختيا کې مرسته وکړي او له بلې خوا دې هغه انعامي پيسې په خپله بزګرانو ته ورکړل شي چې، د نشه يي توکو د نه کر په بدل کې ورته هر کال ځانګړې کېږي.

دغو بزګرانو دغه خبرې په هغه غونډه کې وکړې چې د پکتيا ولايت د نشه يي توکو سره د مبارزې رياست په نوښت د بزګرانو لپاره جوړه شوې و او موخه يې دا وه چې د نشه يي توکو د نه کرلو عملي کړې ژمنې به همداسې پر ځای ساتي تر څو د نشه يي توکو وزارت له خوا هر کال د يو ميليون ډالرو انعام يې لاسه ونه ځي.

د پکتيا د بزګرانو په استازيتوب حاجي امين جان غوښتنه وکړه، چې بايد د دوي ځمکو ته استنادي دېوالونه جوړ شي او زياته يې کړه که بزګرانو ته د مرستې په ډول تخمونه او سرې ورکول کېږي، نو بايد وخت او موسم په پام کې ونيول شي.

دا چې د پکتيا بزګرانو له اوو کلونو راهيسې په خپلو ځمکو نشه يي توکي نه دي کرلي، نو د دغه کار په بدل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له خوا د بزګرانو لپاره د انعام په ډول ځايي ادارې ته تر دې دمه شپږ نيم ميليونه ډالر ورکړل شوي دي.

حاجي امين جان همدا خبره ياده کړه، خو غوښتنه يې وکړه، هغه پيسې چې د نشه يي توکو د وزارت له خوا د نشه يي توکو د نه کر په بدل کې د بزګرانو په نوم ځانګړې کېږي، بايد په خپله بزګرانو ته ورکړل شي:

"دا چې کوکنار موږ دهقانان نه کرو، نو د دې کار پيسې دې هم موږ ته راکړل شي، تر اوسه موږ ته کومې پیسې نه دي راکړل شوې."

خو د انعام دغه اندازه پيسې چې هر کال د پکتيا د ځايي حکومتي ادارې په واک کې ورکول کېږي، د ولايتي شورا او ځايي ادارې او قومونو په توافق سره پرې يو شمېر نورې لويې پروژې عملي شوې، چې دغه پروژې په يو نه، يو ډول په زراعت او چاپېريال ساتنه پورې تړلې دي.

د پکتيا د نشه يي توکو سره د مبارزې رياست مشر ډاکټر حفيظ الله احمدزي وايي په زياته اندازه پيسو يې د پکتيا پوهنتون د زراعت او انجينري پوهنځيو لپاره ودانۍ جوړې کړې، ورزشي سټډيوم، د جرګو تالار شامل دي او په پام کې لري چې د پکتيا پوهنتون اړوند ځينې نورې اړتياوې هم ترې رفع کړي:

"موږ په پام کې لرو چې د پکتيا پوهنتون اقتصاد پوهنځي او د محصلينو د ليليې لپاره ودانۍ جوړې کړو، همدا ډول د ميخانيکي لېسې ودانۍ هم په نظر کې لرو او هم په احمداباد ولسوالۍ او څمکنيو کې د دوو لویو جامع جوماتونو د جوړولو کار روان دی."

هغه دا هم وويل، چې بزګران يې هم له پامه نه دي غورځېدلي او له دغو پيسو څخه يې دوی ته هم يو څه اندازه ځانګړې کړې دي، چې په راتلونکي کې به په ليرې پرتو سيمو کې پرې بزګرانو ته ضروري کارونه وکړي.

په پکتيا کې د نشه يي توکو د نه کرلو په اړه د بزګرانو لخوا اووه کلنه پر ځای کړې ژمنه يو ځل بيا په داسې حال کې تازه شوه، چې دا مهال د افغانستان د ځينو ولايتونو بزګران بيا د کوکنارو د کرل شوي فصل د شيرې په راټولولو بوخت دي. خو دا لا معلومه نده چې ايا سږ کال به افغانستان بيا د نړۍ په کچه د نشه يي توکو د توليدوونکو په لومړۍ ليکه کې راشي او که څنګه؟

راپور – لمر نيازی - پکتیا
XS
SM
MD
LG