د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د لوړو زده کړو وزیر پکتیا ته ولاړ


وروسته له هغې چې ډاکټر عبيدالله عبيد د لوړو زده کړو د نومول شوي وزير په توګه د ولسي جرګې د تاييد رايه واخيسته، نوموړي د هېواد له پوهنتونونو څخه د ليدنو لړۍ پيل کړه او د دې ليدنو په لړ کې د يکشنبې په ورځ پکتيا ته هم راغی او په ولايت مقام کې له نه دې تم کېدنې وروسته پکتيا پوهنتون ته ولاړ.

له ډاکټرعبيد سره يو ځای په دې سفر کې د اړوند وزارت څو کسيز ټيم هم مل و او د پکتيا پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو او د نجونو له ليليې څخه د ليدنې تر څنګ يې د دغه پوهنتون هغه ادارې بلاک هم پرانیسته چې نږدې درې نيم لکه امريکايي ډالره لګښت پرې شوی او بوديجه يې د اړوند وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ورکړل شوې.

له پکتيا پوهنتون څخه د لوړو زده کړو د وزير د ليدنې پر مهال د پوهنتون محصلانو او د پکتيا ولايتي شورا د پوهنتون هغه ستونځې يادې کړې چې اړوند وزارت ورته پاملرنه نه کوي.

د طب پوهنځي محصل شفيق الله ازادۍ راډیو ته وويل، چې په دغو ستونځو کې د تدريسي بلاکونو کموالی، د ليليې نشتوالی، د زراعت پوهنځي لپاره د تحقيقي فارمونو او د طب پوهنځي لپاره د کدري روغتون نه موجوديت، د محصلانو لپاره ترانسپورتي اسانتياو نشتوالی او په لويه کچه د لسګونو استادانو کموالی هغه ستونځي وښودل شوې، چې د پکتيا پوهنتون عملي حيثيت يې تر پوښتنی لاندی راوستی.

بل خوا د پکتيا پوهنتون د ستونځو په اړه د ولايتي شورا يو تن غړي ښايسته جان احدي هم په انتقادي ژبه د لوړو زده کړو وزير مخاطب کړ او زياته يې کړه، چې د دې پوهنتون له تاسيس راهيسې اړوند وزارت ورته لازمه پاملرنه نه ده کړې او غوښتنه يې وکړه، چې د دې پوهنتون لپاره دې پوره انکشافي بوديجه په پام کې ونيسي.

که څه هم په دغه ليدنه کې د پکتيا پوهنتون له محصلانو او استادانو سره د تعليمي بورسونو په برخه کې د نامتوازن چلند، د استادانو لپاره د استوګنې د نمرو نه وېش، په پوهنتون کې د انټرنېټي اسانتياو د نشتوالي او ځينو نورو ستونځو په اړه پوښتنې وشوې، خو ډاکټر عبيد پرته له دې چې د رسنيو پوښتنو ته ځواب ورکړي، يوازې دومره وويل چې د پوهنتون لپاره يې اداري ودانۍ جوړ کړې، پوهنتون ته يې کافي اندازه انکشافي بوديجه ځانګړې کړې او نورې ستونځې به هم هوارې کړي،هغه وويل:

"په هغو پروګرامونو کې چې پکتيا پوهنتون ته په پام کې نيول شوي، د اداري ودانۍ جوړېدل دي، چې لګښت يې د وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکړل شوی او د زراعت پوهنځي لپاره د ودانۍ جوړولو قرارداد دی چې څه باندې ۳۲ ميليونه افغانۍ لګښت به پرې وشي او همدا ډول په ۱۳۹۱ لمريز کال کې پکتيا پوهنتون ته د انکشافي پروژو لپاره د څه باندې درې ميلونه امريکايي ډالرو ځانکړي کول دي."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد په داسې مهال له پکتيا پوهنتون څخه ليدنه وکړه چې دغه پوهنتون له ګڼو ستونځو سره مخ دی او بلخوا بيا تېر کال په دغه پوهنتون کې د اريانا په نوم د يو خصوصي پوهنتون له مدغمېدو وروسته د محصلينو د شمېر په زياتېدو سره پخوانۍ ستونځې نورې هم پسې زياتې شوې، چې تر ټولو لويه ستونځه د نارينه محصلانو لپاره د ليليې نشتوالی او د استادانو خورا لوی کموالی په ګوته کېږي.

راپور – لمر نيازی- پکتيا
XS
SM
MD
LG