د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

له درې سوو کاندید ولسوالانو څخه ازموینه واخیستل شوه


د ولسوالیو څوکېو ته یوشمېر کاندید ولسوالان، د دې ازموینې د بهیر په شفافیت شکمن دي او وایي، چې، یوشمېر غیر مستحقو کاندیدانو ته په کې د ګډون حق ورکړل شوی.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون، د یکشنبې په ورځ په کابل کې، د هیواد اوه پنځوس ولسوالیوته د کاندیدو ولسوالا نو څخه ازموینه واخیسته.

د دې کمیسون دعامه اړیکو ريیس عزیزاله اریافر ازادي راډیو ته وویل؛
د ولسوالیو څوکيوته څه باندې یوزرو دوه سوه تنو غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو، چې د اسنادو له څیړلو وروسته درې سوه دېرشو ته حق ورکړل شوی، چې په ازموینه کې ګډون وکړي.

ښاغلي اریافر وویل، ازموینې ته د حکومت له خوا یوباوري کمیسیون ټاکل شوی؛ څو د ازموینې ټولې چارې په دقت سره ترسره کړي:

″ په پام کې ده، چې د درې سوه شل تنو څخه اوه پنځوس، د هېواد دېرشو ولایتونو ته انتخاب شي، په دې بهیر کې د مدني ټولنې، ولایتي شوراګانو، د پوهنتون استادان، د علومو د اکاډمۍ او ملي شورا غړی مکلف شوي؛ چې دا ازموینه واخلي او ویې څاري، د ازموینې بهیر په بشپړه توګه شفاف دی.

کمشنران پرته له دې چې، د امتحان ورکوونکي نوم وپیژني، د کوډ نمبر له مخې نمرې ورکوي.″

د اداري اصلاحات او ملکي خدماتو د کمیسیون د معلوماتو له مخې؛ دی کمیسیون له دې مخکې د مرستیال والیانو او ولسوالانو څخه دوه دورې ازموینې اخیستي دي، چې اوسمهال په یوشمېر ولایتونو کې د والیانو برحاله مرستیالان او ولسوالان دي.

دا کمیسیون وایي، په دی ازموینه کې د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو او د پوهنتون فارغانوته حق ورکړل شوی او په دې شرط چې د دولسمو ټولګیو فارغ اته کاله، د څوارلسم ټولګي فارغ شپږ او د پوهنتونونو فارغان درې کاله کاري تجربه ولري او د هیواد او خلکو ګټو ته وفادار اوسي.

خو یوشمېر کاندید ولسوالان چې د ازموینې له لست څخه ایستل شوي؛ ا نتقاد کوي او وایي، چې دا ازموینه عادلانه نه ده، ځکه چې دوی یې پرته له کوم دلیل څخه له لسته غورځولي دي.

″ما تیرکال د تلې په میاشت کې فورمه اخیستې وه، د پروان ولایت یوې ولسوالۍ ته کاندید یم، څو څو وارې مې خپله فورمه کره کړه، اوس مې نوم په ازموینه کې نشته، داسې خلک په کې شامل شوي، چې د جرم دوسیې لری، له نیول کېدو تښتیدلي، موږ سره عدالت نه دی شوی او غواړي دا مساله له کمیسیون سره سپینه کړو.″

افغان حکومت ولسوالۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د ټینګولو مهم او مسوول ارګان ګڼي.

خلک وایي، ولسوالانو ترډیره ځایه د خلکو د ګټو پرځای شخصي ګټې ساتلي دي.

خلک داهم وایي، داسې ولسوالان هم شته چې لیک ولوست نه شي کولی او د واسطو او پیسو په زور په سیمه ییزو خلکو حاکمان شوی دی.

خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون وایي، د دوی د ستراتیژیک پلان له مخې هڅې پیل شوي، څو لیک لوستي، پوه، تجربه لرونکي او رښتي خلک د ازموینو له لارې پر څوکېو وګمارل شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG