سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل ته په اشارې لیکلي، چې دا ځلې له امریکا سره دا خبرې د طالبانو د ټولو ډلو په خوښه ترسره کیږي.
ورځپاڼې د بریتانیی د څلورم چینل د یو خبر په حواله لیکلي، چې د طالبانو جګپوړو چارواکو دا خبر تایید کړې او ویلي دي، چې د دوی یو پنځه کسیزه پلاوې درې اونۍ مخکې قطر ته رسیدلې او تراوسه یې دوه ځلې له امریکایانو سره خبرې کړې دي.
خو ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې د امریکا او طالبانو ترمنځ دا ځلې خبرې د سولې په هدف ندي بللي، بلکې لیکلي، چې دا خبرې له ځینو سیاسي بدلونونو سره تړلې دي او امریکا ځینې نور اهداف تعقیبوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا د قطر بهیر په بیا پیلولو سره له یوې خوا پاکستان تر فشار لاندې راوستل غواړي او له بل لوري یی هڅه داده، چې د افغان دولت لخوا د سولې لپاره پيل شوې هڅې شنډې کړي.
خو ورځپآڼې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د قطر له بهیر سره زړه و نه تړي، بلکې خپلو هڅو ته نور هم زور ورکړي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم لیکلي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې دا ځلې ددې ډلې د ټولو اړخونو په خوښه پیل شوي.
ورځپآڼه د بریتانیی د څلورم چینل د یو خبر له مخې لیکي، چې دا ځلې مخکې له دې، چې طالبان قطر ته خپل پلاوې واستوي پدې ډله کې له شاملو ټولو خواو سره غونډه وکړه او د هغوی ملاتړ یی ترلاسه کړ.
خو ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو دا پریکړه کړې، چې د سولې د خبرو ترڅنګ به د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد خپلې جګړې ته هم دوام ورکوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د سولې عالي شورا بیا ددې خبرو د بیا پیل هر کلې کړې او ویلي، چې له دې سره به د بین الافغاني خبرو زمینه برابره شي.
محور نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سولې د هڅو د بریا لپاره امریکا ته ځینې ټکي د سپارښتنې په توګه وړاندې کړي.
ورځپآنې لیکلي، که امریکا تمه لري، چې د قطر خبرې دوام وکړي، نو دغه هیواد باید ځینو نورو خطرونو ته هم غاړه کیږدي او یو منظم چوکاټ ورته جوړ کړي.
ورځپآڼه لیکي، چې پدې خطرونو کې، چې امریکایی باید په غاړه واخلي، له ګوانتانامو او بګرام زندان څخه د پخوانیو طالب مشرانو خوشې کول، افغانستان ته د پخلا شویو طالبانو د کورنیو د استولو لپاره په پاکستان د فشار راوړل او دوی ته د سفر د اجازې ورکول شامل دي.
ورځپاڼې لیکلي، که دا تګلاره زیاته خطرناکه وي پدې صورت کې امریکا باید له طالبانو سره خپل ټول مستقیم تماسونه له منځه یوسي او د پاکستان د پوځي استخباراتو سره مخامخ خبرې پیل کړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې ډیر ځله د افغانستان د سولې په هڅو کې د پاکستان ونډې ته په کمه سترګه کتل شوي، خو حقیقت دادې، چې دغه هیواد د طالبانو او نورو ډلو ډلو کوربه دې او د سولې په هڅو کې یی همکاري ضروري ده.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم په همدغو دوو ټکو ټینګار کړې او لیکلي، چې دا دواړه مسایل د افغانستان د کشالې په هوارولو کې مهم رول لوبولې شي.
ددې ترڅنګ ورځپاڼې دا سپارښتنه هم کړې، چې امریکا او افغان دولت دې د سولې ټولې هڅې د سولې عالي شورا ته وسپاري، ځکه د ورځپاڼې په وینا دا شورا له ټولو توکمو څخه جوړه ده او پکې د حزب اسلامي او طالبانو پخواني غړي هم شامل دي.
هیواد دولتي ورځپآڼې بیا لیکلي، چې د سولې هدف ته د رسیدو لپاره پکار ده، چې لومړې په جګړه کې د ښکیلو ټولو خواو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي، له بل لوري سیمه ایزه همکاري پیاوړې شي.
د ورځپاڼې په وینا پدې هڅو کې د امریکا، قطر او سعودي عرب په څیر د هیوادونو د همکاریو سربیره ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د پخلا شویو مخالفینو ښکیلول هم پکار دي.