د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

ولې امریکا له پاکستان څخه بخښنه ونه غوښته؟


په داسې حال کې امريکا هڅه کوي له پاکستان سره خپلې ترينګلې اړيکې ښې کړي، د دې مسئلې په وړاندې يو خنډ پروت دى، هغه دا چې پاکستان غواړي په نومبر کې د څلورويشتو پاکستاني سرتېرو د وژنې له کبله امريکا ورڅخه بخښنه وغواړي.

امريکايي چارواکو د جمعې په ورځ د اړيکو د غښتلتيا په هدف پاکستان ته سفر وکړ، خو کوم توافق ته ونه رسېدل.

د پاکستان د جمهوري رياست له ماڼۍ څخه په دې اړه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي؛ د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري له امريکايي چارواکو سره په کتنه کې ويلي؛ واشنګټن دې ته اړتيا درلوده، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستاني سرتېرو د وژنې له کبله له پاکستان سره يوې نتيجې ته ورسېږي، چې د پاکستان د پارلمان غوښتنه هم دغه وه.

د پاکستان پارلمان له واشنګټن څخه غوښتي وو، چې د دې پېښې له کبله رسمي بخښنه وغواړي. که څه هم امريکا پر دې پېښه افسوس څرګند کړى، خو په مشخص ډول يې د بخښنې له غوښتلو ډډه کړې ده.

د امريکا تر بمبارۍ وروسته پاکستان د ناټو هغه اکمالاتي لارې د اعتراض په ډول وتړلې، چې له خاورې يې افغانستان ته غزېدلې دي، له امريکا سره يې خپلې اړيکې محدودې کړې، دغه راز يې له امريکا وغوښتل د بې پېلوټه الوتکو هغه پوځي اډه خوشې کړي، چې د پاکستان په جنوب کې پرته ده.

امريکا له پاکستان څخه غواړي په شيکاګو کې د ناټو تر کنفرانس مخکې اکمالاتي لارې پرانيزي.

د نومبر تر پېښې وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى مارک ګروسمن لومړنى امريکايي مقام و، چې اسلام اباد ته يې سفر وکړ.

خو راپورونه وايي، د ګروسمن او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې کومې نتيجې ته ونه رسېدې.
XS
SM
MD
LG