د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

″لاهم القاعده د امریکا لپاره تهدید ګڼل کیږي″


په امریکا کې یو شمیر سرچېنې وايي چې د القاعده تروریستي شبکه ښايي بیا د سپټمبر د یولسمې د حملې ترسره کولو توان ونه لري، خو په یومخیز ډول د بري اعلان، مخکې له وخته کار دی.

د امریکايي چارواکو په حواله، داسې انګیرل کیږي، چې د القاعده شبکې خپل مرکزیت له لاسه ورکړی دی او اوس له دې شبکې سره تړلې سیمه ییزې ډلې د امریکا لپاره تهدید ګڼل کیږي.

د امریکا استخبارات وايي، چې د اسامه بن لادن له وژل کیدو سره به په پاکستان کې دالقاعده شبکې هسته له منځه تللي وي، خو د هغه پلویان او متحدان لا هم د تهدید په ډول موجود دي.

امریکايي چارواکو ویلي دي، چې د اسامه بن لادن له وژل کیدو سره د القاعده شبکه لا کمزورې شوه. داسې نه انګیرل کیږي، چې دا شبکه بیا وتوانیږي چې د سپټمبر د یولسمې د حملې په څير بله ستره حمله تنظیم کړي.

په امریکا کې له تروریزم سره د مبارزې د ادارې یوه چارواکي پرون ویلي: ″دا ګمان ګران دی، چې د القاعده شبکې هسته به یو وار بیا هغه ټول امکانات، سرچېنې، نبوغ او پيسې را یوځای کړي تر څو د سپټمبر د ۱۱ حمله تکرار کړي.″

د فرانس پرس اژانس وايي، چې دې امریکايي چارواکي د خپل هویت د پټ پاټې کیدو په شرط خبرې کړې دي.

دې چارواکي فرانس پرس ته ویلي: ″د بري اعلانولو به ښايي مخکې له وخته وي، خو سړی دا ویلای شي، چې هغه شبکه چې د سپټمبر د یولسمې حمله یې کړې وه له منځه تللې ده.″

خو دې چارواکي ټينګار کړی دی، د بن لادن فلسفه، د هغه حرکت او د نړیوال جهاد نظریه له پاکستان څخه پرته په نورو ډیرو ځایونو کې هم ژوندۍ ده.

د فرانس پرېس په حواله، د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د جمعې په ورځ د جنوبي امریکا له هیوادونو د ستنیدو سره سم، خبریالانو ته په څرګندونو کې، ورته الفاظ وکارول.

پنیتا ټينګار وکړ، چې مخکې تر دې چې امریکا د بن لادن د وژلو لپاره عملیات ترسره کړي، دا خبره واضح وه، چې داسې جاوديي مرمۍ نشته چې په یوه ټک کې د القاعده شبکه له منځه یوسي.

لیون پنیتا ویلي دي، چې د امریکا او نورې نړۍ د امنیت لپاره دا مهمه ده، چې هغه کسان له منځه ولاړشي، چې د القاعده شبکې ایډيالوژيک استازیتوب کوي.

فرانس پرېس لیکي چې، د القاعده شبکې د یمن څانګه اوس امریکا ته تر ټولو ستر خطر دی.

د القاعده یمنۍ څانګه پياوړې شوې او په ډير پراخ او اغیزمن ډول یې د ځان په ګټه پروپاګند ته ادامه ورکړې ده.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې یوه چارواکي فرانس پرېس اژانس ته ویلي دي؛ چې د القاعده شبکې د مرکزیت له منځه تلل دا معنی لري، چې په راتلونکې وخت کې کیدونکې حملې به د دې شبکې د سیمه ییزو څانګو له خوا ترسره کیږي.

د دې شبکې له غوړیدو او پراختیا سره په یوه وخت کې به د سیمه ییزو مشرانو ترمنځ اختلافات زیات شي او د نړۍ په سطحه د سترو حملو د تنظیم په سر د مخالفتونو له امله به پر سیمه ییزو اهدافو تمرکز زیات کړي.

فرانس پرېس د چارواکو په حواله لیکي، چې د یمن ترڅنګ د القاعده وفاداران په نورو ځایونو لکه عراق، سومالیا او د افریقا د په یو شمیر هیوادونو کې هم چټک فعالیت لري خو تر ډيره حده په سیمه ییزو اهدافو متمرکز دي.
XS
SM
MD
LG