په داسې حال کې چې زیات شمېر سیلاب ځپلې خلک انتقاد کوي، چې اړونده ادارو ورسره لازمه مرسته نه ده کړې، د سرې میاشتې ټولنه وایي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو ته یي خپلې مرستې رسولې دي.
د سرې میاشتې ټولنې ویاند ولید اکبر سروري د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دوي په تیرو څلورو ورځو کې شاوخوا شپږ سوه سیلاب ځپلې کورنۍ یی د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې راوستلې دي:
(موږ په تیرو څلورو ورځو کې شاوخوا دوه زره کورنیو ته په ټول هېواد کې خوراکي او غیر خوراکي توکي لیږلي، تر اوسه موږ له شپږو نه تر شپږ نیم سوه کورنیو تر خپل پوښښ لاندې راوستي، خو زموږ سروې او توزیع لا هم دوام لري چې تر راتلونکو ورځو هم دوام لري او تر هغو چې په هېواد کې په بشپړه توګه د سیلاب ځپونکو ستونزې حل نشي موږ خپلو عملیاتو ته د ټول هېواد په کچه دوام ورکوو).
ښاغلي سروري وویل، په دې برخه کې د دوي سروې ګانې لا هم دوام لري، څو وکولای شي هغو خلکو سره مرسته وکړي چې په سیلابونو کې مالي او ځاني تاوان ور اوښتی دی.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وروستي سیلابونه چې بې ساري بلل شوي، ګڼ شمېر خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه رسولي.
سره میاشت دا مرستې په داسې حال کې کوي چې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره بیا وایي، چې دوي له بېلابېلو نړېوالو ادارو غوښتي څو د افغانستان له سیلاب ځپونکو سره مرستې وکړي.
دغه اداره په داسې حال کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې خبرې کوي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا دا هڅې نمایشي بولي، او وایي چې دا مرستې ډیرې کمې دي.
ویل کیږي، چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هر کال د ځینو طبیعي پیښو له امله زیات زیانونه ویني، په افغانستان کې سیلابونه، زلزلې او د واورې ښویدنه تر ټولو ډیر زیان اړونکې طبیعي پیښې بلل شوې دي.
که څه هم له طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره هر کال له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د بشپړې تیاری خبرې کوي، خو وروستیو زیانونو ته په پام سره داسې ښکاري چې دوی تراوسه هم د زیاتو زیانونو د مخنیوي جوګه ندي.
جمیله ظریف