د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

اسلام اباد کې د افغانستان، ناټو او پاکستان درې اړخیزه غونډه پیلیږي


د افغانستان، پاکستان او امریکا دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې یو لړ مهمو پيښو د واشنګټن و اسلام اباد ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په نسبت خرابې کړي.

دواړه لوري تر اوسه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو او د تیرکال د هغو بریدونو په اړه چې په کې ۲۴ پاکستانی عسکر ووژل شول، یو لړ اختلافات لري.

د اسلام اباد و واشنګټن په شان د کابل او اسلام اباد پيکه اړیکې، چې د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین ربانې تر وژنې وروسته سړې یا لا پسې ترینګلې شوي هغه څه دي، چې د درې واړه لوریو ترمنځ همکاري يې زیانمنه کړې.

په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزي چې په دې غونډه کې ګډون لري، وايي د موجودو مسائلو او ستونزو له امله به دا غونډه د مخکنیو هغو په نسبت یو څه بدله او له ستونزو ډکه وي، خو د دوي زیات تمرکز به د سولې بهیر او د برهان الدین رباني د قاتلینو د نیولو په باب وي:

"د غونډې د اجنډا مهمه برخه به د سولې پروسې د بهیر، لاسته راوړنو او ستونزو په باب هر اړخیز بحثونه تشکلیوي، پر راتلونکې به يې غور کیږي او هر هېواد به خپله راتلونکې تګلاره به روښانوي.

همدا شان د افغانستان او پاکستان ترمنځ به هم ځانګړې دوه اړخیزې غونډې کیږي، چې د نورو مسلو ترڅنګ به د برهان الدین رباني د قتل د تحقیقاتو په باب له یو بل سره معلومات شریکوي."


داودزی وايي، افغانستان، پاکستان او امريکا په افغانستان و سیمه کې د روانو کشالو درې مهم لوري دي او هرڅومره چې د دوي ترمنځ ستونزې زیاتیږي ګډې همکارۍ هم ورسره زیانمنیږي .

نوموړی وايي، د برهان الدین رباني قتل پر دغو اړیکو د پام وړ منفي اغیزې کړې او بایده ده چې دریواړه لوري يې پر اواري غور وکړي:

"د درې اړخیزې غونډې اساسي هدف دا دی، چې دريواړه لوري د سولې پروسې په باب وخت پر وخت خپل معلومات یو له بله سره شریک او موجود ابهامات لرې کړي، خو ښکاره خبره ده چې د برهان الدین رباني د قتل پيښې پر دې لړي منفي اغیزې کړي."

پاکستان چې په ظاهره د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ناټو همکار هیواد دی، په ډیری مواردو کې نه یواځې د ناټو د افغانستان له لوري هم تر اعتراضونو لاندې دی.

افغان دولت او امریکا پاکستان په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره په مرسته تورنوي خو دا هیواد بیا دا ډول تورونه ردوي او وايي، چې په پوره اخلاص يې په دې لړ کې همکاري کړې او تر ټولو زیات مالي و ځاني زیانونه يې ګاللي.

افغانستان په دې باور دی چې د پاکستان رښتينې همکاري له وسله والو مخالفینو سره د سولې او روغې جوړې بهیر د بریالیتوب او په افغانستان کې د دایمي سولې ټينګښت ته لار اوارولی شي.

د افغانستان، پاکستان و امريکا ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې د ناټو د پوځي هلیکوپترو په یوه برید کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو تر وژنې وروسته اسلام اباد خپلې ټولې ځمکنۍ لارې ددې ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پرمخ وتړلې.

تمه کیږي، چې دریواړه لوري به په دې غونډه کې چې تر اته میاشتني ځنډ وروسته دایریږي ددې او نورو ستونزو د اواري پر لور مثبت ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG