د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

ولسي جرګه د کابل د ښاروال د احضارولو غوښتونکې شوه


د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش
د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش
داسې ښکاري، چې د وروستیو ورښتونو په مهال د کابل ښار په واټونو کې د اوبو ډنډیدل او نورې ستونزې د کابل ښاروال په اړه د ملي شورا د غړو په نظر کې ژور بدلون راوستلې دې.

همدا څه وخت مخکې مشرانو جرګې کابل ښاروال ته د ده د ښو کارونو له کبله ستاینلیک ورکړ، خو اوس اکثره وکیلان په کابل ښار کې د واټونو روانې وضعې ته په کتو سره د ده د عدلي تعقیب غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې د چهار شنبې ورځې غونډې همداسې یو انځور وړاندې کاوه، چې په کې په کابل ښاروال د انتقاد درانه بمونه ورول شول او ولسي جرګې ته د ده د احضارولو غوښتنه وشوه.

یو شمېر وکیلان د کابل ښار د واټونو روانې وضعې ته په اشارې د کابل ښاروالۍ له خوا د واټونو د بیارغونې لپاره د پلې شویو پروژو د څیړلو غوښتنه هم مطرح کړه:

"کابل ښاروال لږ څه کار هم نه دې کړې، ټوله بودیجه او پیسې یوازې د یو څو کسانو کورونو ته ځي، د کابل ښار په واټونو هیڅ ډول کار نه دې شوې او ټوټه ټوټه دي. کابل ښاروال، والي او د ښاري پراختیا وزیر باید راوغوښتلې شي.

د دې ترڅنګ، چې کابل ښاروال باید شورا ته راوغوښتلې شي، باید د کابل ښار د هغو واټونو مسئله هم، چې تیر کال جوړ شوي او سږ کال بیرته خراب شوي، باید تر عدلي تعقیب لاندې ونیولې شي."


تردې یوه ورځ مخکې کابل ښاروال محمد یونس نواندیش د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمسیون میلمه وو، څو د واټونو د روانې وضعې په اړه د دې کمسیون پوښتنې ځواب کړي، خو په غونډه کې د دې کمسیون غړو وویل، چې د مطرح شوېو مسایلو په اړه د ښاغلي نواندیش ځوابونه قانع کوونکي نه وو.

دا، چې ولسي جرګه به په دې اړه په راتلونکې کې څه ډول اقدام وکړي اوس یي اټکل ګران دې، خو د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې مشرهم د کابل ښار د واټونو د روان حالت لپاره ښاروال ګرم وباله.

په ورته وخت کې عام خلک هم د ښار د واټونو له روان حالت خوښ نه دی او له حکومته غواړي، چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

هڅه مو وکړه، چې دا انتقادونه له کابل ښاروال سره شریک کړو، خو ده د کاري بوختیا له کبله خبرو ته حاضر نشو.

په کابل او د هېواد په نورو برخو کې د سړکونو د بیا رغونې د کیفیت په اړه له ډیر پخوا پراخ انتقادونه موجود وو او بیا بیا له حکومت څخه غوښتل شوي، چې د پیسو د بې ځایه لګیدو مخه باید ونیسي، خو تراوسه هم دې ستونزې ته کومه جدي پاملرنه نده.

د وروستیو ورښتونو په مهال د کابل ښار د واټونو حالت ددې یوه ښه بیلګه ده، چې د بیارغونې کیفیت ته لا هم پاملرنه نه کیږي.
XS
SM
MD
LG