د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۳

امریکا په قطرکې له طالبانو سره دریدلې خبرې بیا پیلوي


د متحده ایالاتو حکومت غواړي، چې له ګوانتنامو زندان څخه د یو شمېر طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه په قطر کې له طالبانو سره دریدلې خبرې له سره پیل کړي.

رویترز خبري اژانس د امریکا په حکومت کې د هغو سرچینو په حواله چې په دې اړه له لومړنیو خبرو اترو څخه اګاه دي، وايي، واشنګټن به ښايي په دې اړه د دیپلوماتیکو هڅو د بیا پیل په توګه یوه لوړ رتبه طالب زنداني افغان حکومت ته وسپاري.

امریکايي منابعو ویلي، دا زنداني خیر الله خیر خواه نومیږي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هرات د والي په توګه يې دنده درلوده.

د رویترز خبري اژانس په وینا متحده ایالات نوموړې د هغو نورو لوړ رتبه سخت دریځو طالب چارواکو په مقایسه چې په ګوانتنامو کې بند دي معتدله بولي، خو د امریکا د حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي افغان حکومت ته د خیر الله خیر خواه د سپارلو موضوع لا تر اوسه د یوه نظر په توګه مطرح ده او د دغه امریکايي مقام په وینا دا په طالبانو پورې اړه لري چې د افغانستان د سولې او جوړجاړي د پروسې لپاره خپله لیوالتیا وښيي.

دغه امریکايي مقام چې د خپل نوم له یادولو يې ډډه کړې ویلي دې مسلې په هیڅ صورت تر اوسه د امریکا د پالیسۍ بڼه نه ده غوره کړې او د هغه په وینا واشنګټن دا په ډاګه کړې چې د سولې له پروسې څخه څه غواړي او طالبان هم په دې پوهیږي.

رویترز خبري اژانس د امریکايي مقاماتو په حواله وايي، په شیکاګو کې د ناټو له سرمشریزې دمخه به د طالبانو پر ضد د پوځي پرمختګونو او پر سخت دریځو ډلو د افغان او پاکستاني حکومتونو د فشار مسلې له کانګریس سره مطرح کړي.

تمه کیږي، چې د شیکاګو په سرمشریزه کې به له ۲۰۱۴م کال وروسته له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر جزئیاتو او له دغې نیټې وروسته د کابل او لویدیځ تر منځ د روابطو د څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.

رویترز خبري اژانس واي وايي له ګوانتنامو زندان څخه د لوړ رتبه طالب بندیانو د خوشې کولو موضوع له لومړي سر نه د ولسمشر اوباما د حکومت لپاره په روان انتخاباتي کال کې دی یوه سیاسی خطر په توګه پاتې دی .

په کانګریس کې د دواړو ګوندونو مهمو غړو په وار وار اندیښنه ښودلې چې هسې نه د ملا محمد فاضل په شان مهم زنداني به چې د طالبانو د واکنۍ پر مهال د زرګونو شیعه مذهبو د وژنې مسول ګڼل کیږي ،له خوشې کیدو وروسته بیا هم له حکومت ضد وسله والو سره یو ځای شي.

دغه را زبله مهمه مسله داده چې له ګوانتنامو زندان څخه د دغه شان مهمو زندانیانو د خوشې کولو امر باید په خپله د امریکا ددفاع وزیر ورکړي او له همدې امله پنتاګون دا اندیښنه لري چې د دغو بندیانو د راتلونکو کړو وړو مسولیت به ددې وزارت پر غاړه وي.

لویدیځو سرچینو ویلي ولسمشر کرزي په وار وار له متحده ایالاتو غوښتي چې ملا خیر الله خیر خواه چې په ۲۰۰۲م کال کې په پاکستان کې له نیول کیدو وروسته په ګوانتنامو کې زنداني دی ،افغان حکومت ته وسپآري.

امریکايي مقاماتو ویلي ملا خیر الله خیر خواه د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن ملاتړې وو خو په عین حال کې واشنګټن نوموړي له پوځی څخه زیات ملکي شخص ګڼي.

د رویترز خبري اژانس په وینا ملا خیر خواه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هرات د والي سربیره د کورنیو چارو د وزیر او د هغوي د ویاند په توګه هم پاتې شوي او داسې هم ویل کیږي چې د ولسمشر حامد کرزي ملګرۍ او د هغه په شان پوپلزۍ دی.

رویترز خبري اژانس وايی امریکايي مقامات هڅه کوي په افغانستان کې په پوځی او نورو برخو کې له شوو پرمختګونو څخه په ګټه طالب مشران او هغه جنګیالي چې د خبرو اترو مخالف دي ،وهڅوي چې په رسمي توګه بیا د سولې خبرو ته کښیني.
XS
SM
MD
LG