د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

موټرچلونکي د تیلو د لوړو بیو ترڅنګ له ټیټ کېفیته هم شکایت کوي


په کابل ښار کې د بې کېفیته تیلو د موجودیت په اړه د موټر چلونکو له شکایتونو وروسته د نورم او استندرد اداره په پام کې لري، چې د نړېوالو ادارو په مرسته د بې کېفیته تیلو د وارداتو مخنیوی وکړي.

د دې ادارې مرستیال خطیب د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو وویل، چې غواړي د افغانستان په پنځو بندرونو کې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو په مرسته د بې کېفیته تیلو د واردولو مخه ونیسي.

نوموړی وایې، دغې ادارې په بازارونو کې هم د بې کېفیته تیلو د څرخلاو د مخنیوي لپاره د کنټرول ګرځنډه ډلې ګماري:

"د افغانستان د ستندر ملي خپلواکه اداره په پام کې لري، چې له یوې نړېوالې کمپنۍ سره د قرار داد له مخې په پنځو بندرونو کې، مجهز لابراتورونه جوړ کړي.

کله چې دا تړون منظور شې نو دوي به دلته په پنځو بندرونو کې لابراتوارونه جوړ کړي او په ټولو بندرونو کې به په رسمي توګه د داخلي او خارجي متخصصینو په مرسته د نفتي توکو کنټرول پیل شي او همدا راز په پمپ استیشن او د تیلو د خرڅلاو په مارکېټونو کې به د سیارو ټیمونو په وسیله کنټرول ترسره کړو."


نوموړی وایي، چې دوي په تیرو کلونو کې له لس میلیون لیټرو زیات بې کېفیته تیل کشف او ضبط کړي دي.

د نورم او استندرد اداره دا هڅې په داسې حال کې کوې، چې په کابل ښار کې یو شمېر موټر چلونکي د بې کېفیته تیلو له راوړلو شکایت کوي.

دوي وایي، که څه هم له یوې خوا د بې کېفیته تیلو استفادې چاپیریال ککړ کړې له بلې خوا یي د دوي د موټرونو عوارض زیات کړي دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نفتي موادو تصدۍ رئیس فریداله شیرزۍ وایې، چې افغانستان ته بې کېفیته تیل له ایران څخه په غیرې قانونې توګه واردیږي.

نوموړی وایي، که څه هم افغانستان ته د دوي دنده د نفتي موادو را واردول دي، خو وایي، چې پر کېفیت یي څار د نورم او استندرد ادارې دنده ده.

ده له سرحدی ځواکونو وغوښتل، چې له ایران څخه افغانستان ته د بی کېفیته تیلو د قاچاق مخه ونیسې:

"د نورم او استندرد اداره چې یوه خپلواکه اداره ده دا د هغی دنده ده چې په ټولو بندرونو کې د مجهزو لابراتوارونو لپاره وسایل نصب کړي، څو بې کېفیته تیل او ګاز افغانستان ته رانشي، دا چې موږ له ایران سره اوږده پوله لرو، نو د قاچاق په ډول تیل راځي."

افغانستان په سیمه کې یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د خپلې ورځنۍ اړتیا تیل له بهرڅخه را واردوي نو ښایې په افغان بازارونو کې د بی کفیته تیلو راتګ د تیلو له لوړی بیی سره تړاو ولرې.

که څه هم افغانستان ته ډیرۍ تیل د خصوصی سکتور لخوا واردیږې،خو د چارو کتونکې دولت ته سپارښتنه کوي، په مارکېټونو باندی باید کلک څار ولری اوسرغړونکو ته باید سخته سزا ورکړي.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG