د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

په جنوب کې د تاریاکو د نېښ وهلو لپاره د مزدوری بازار تود دی


دا مهال د کندهار په شمول د جنوبي ولایتونو ډیر هوټلونه فسافر خانې او خوړنځایونه د هغه کسانو ډک دي، چې د تاریاک د نیښ وهلو لپاره د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه راغلي.

د دولت د کلکې څارنې او فشارونو سره سره د کندهار هلمند او نورو ولایتونو بزګرو په زیات شمېر سيمو کې تاریاک کرلي او اوس يې د حاصل په اخیستو لاس پورې کړى.

د تاریاکو د نيښ وهلو يا شيرې راټولو لپاره راغلي کسان تر ډیره د نورو سيمو دي.

د دغه کسانو ډیره برخه ځوانان دي او وایي، چې د بې کاری په خاطر یي نیښ وهلو ته مخه کړې،د اروزګان اوسیدونکی شیر محمد وایي:

"کار روزګار نشته موږ محبور یو، چې نېښ ووهو ډوډۍ ته ضرورت لرو نېښ چې موږ ووهو که روزانه وکړو یو کال روزانه او یو نېښ سره برابر نه دی"

شیرمحمد او سلګونه نور ځوانان چې بې کاری په مخه کړې نیښ وهل یو مجبوریت ګڼي، خو د کندهار چارواکي وایي، چې دوي به د کوکنارو کښت کوونکو نیښ وهونکي او نور کاروباریان نیسي او د قانون مطابق جزا به ورکوي، د کندهار والي ډاکټر توریالی ویسا وایي:

"موږ به د تاریاکو ټول کاروباریان نیسو که بزګر دي که نیښ ولا دي یا بل کارو باري دي د نشه يي توکو پر ضد د قانون مطابق به جزا ورکوو"

بل خوا د کندهار د امنېي قومندان جنرال عبدالرازق هم وایي، چې پولیسو ته امر کړی چې نیښ وهونکی ونیسي.

د ده په خبره د دولت وسلوال مخالفین د موقع څخه په ګټې اخیستنې نیښ وهونکو ته وسلې ورکوي او بیا يي د دولت پر ضد کاروي:

"د خلکو دښمنان دا کار کوي، دوي وسلې ورکوي دوي غواړي چې افغانستان د نشه يي مواد د یوه مرکز په توګه بدنام کړي، موږ به سږ کال دا کار ته اجازه ورنه کړو."

د اروزګان اوسیدونکی شیرمحمد که څه دا اوریدلي، چې دولت سږ کال نیښ وهونکي هم نیسي، خو وایي چې دا کار د مجبوري په خاطر کوي، د شیرمحمد په خبره که چیرې خلکو ته د کار زمینه برابره شي نو په هیڅ صورت به دا ډول غیر قانوني کړونو ته مخه نه کړي:

"ما خو اوریدلی، چې دولت نېښ وهونکي هم نیسي، خو ماپسې هم کور بچیان او اولادونه شته دوي به ډوډی غواړي کنه."

په هېواد کې د کاري موقع نشتوالی هغه څه دي، چې هم دولت او هم یي خلک د یوې سترې ستونزې په توګه یادوي.

په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستې سره سره نه یوازې دا چې خلکو ته د کار موقع برابره نه شوه بلکې لا هم دغه کچه لوړه شوه.

راپور: محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG