د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د افغانستان لپاره ستراتیژیکې اړیکې له هره پلوه ګټورې دي


د افغانستان د ملي امنیت سلا کار ډاکټررنګین دادفرسپنتا
د افغانستان د ملي امنیت سلا کار ډاکټررنګین دادفرسپنتا
افغان حکومت په تیر یوه کال کې تر ډیره هڅه کړې، چې له بېلابېلو هېوادونو سره ستراتیژیکي اړیکې ټینګې او په دې ډول د اوږد مهال لپاره له افغانستان سره د نړېوالو ملاتړ باوري کړي.

افغانستان تر اوسه پورې له ناټو تړون، هند، ایټالیا، بریتانیې او فرانسې سره د اوږد مهال لپاره د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړي او له امریکا سره هم د دې سند مسوده برابره او په نږدې راتلونکې کې به لاسلیک شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلا کار ډاکټررنګین دادفرسپنتا وایي، چې له پیاوړو او پرمختللو هېوادونو سره دا ډول اړیکي لرل پر خپلو پښو د افغانستان د دریدو او پیاوړتیا لپاره ډیر مهم دي:

"دا تړونونه ښیي، چې افغانستان په نړېواله ټولنه کې ښه حضور لري، د بېلابېلو هېوادونو د علاقې وړ هېواد دی او له بشپړ درناوي څخه برخمن دی.

دوهمه خبره دا ده کوم ګواښونه چې افغانستان ورسره مخامخ دي ګډ ګواښونه دي او نړۍ د دې ګواښونو په له مینځه وړلو کې له موږ سره ګډې ګټې لري.

دریم دا چې دا تړونونه د ګواښونو پرضد د نړیوالې ټولنې ټولنیزه اراده څرګندوي".


ده څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به له جرمني او اسټرالیا سره هم د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک او په دې ډول به افغانستان دوه نور پیاوړي ستراتیژیک ملګري هم ومومي.

په افغانستان کې له ډیرې مودې راهیسې جګړو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نورې زیربنایي برخې یا له منځه وړي او یا هم سخت زیان یې ور اړولی، چې له امله یې دا هېواد د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د سیاسي لوبو او سیالیو په ډګر بدل شوی دی.

د ولسي جرګې غړی ډاکټرعبدالقیوم سجادي هم په افغانستان کې موجودو ستونزو او ناخوالو ته په پام وایي، چې له ځواکمنو هېوادونو سره ستراتیژیکې اړیکي لرل د دې هېواد اساسي اړتیا بلل کیږي:

"افغانستان یو داسې هېواد دی چې نشي کولای په یوازې توګه پر موجودو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو بریا ترلاسه کړي.

که چیرې امنیت هم زموږ په هېواد کې ټینګ وي موږ د بیوزلي د له مینځه وړلو، د پراختیا او رفا لپاره نړېوالې ټولنې ته اړتیا لرو.

د دې اړتیاوو یوه مهمه برخه موږ باید له دغو هېوادونو سره د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو د ټینګولو له لارې پوره کړو".


خو په عین حال کې له یو شمېر هېوادونو په ځانګړي توګه له امریکا او هند سره د افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو مسالې د سیمې یو شمېر هېوادونه په ځانګړي توګه ایران او پاکستان ته اندیښنې هم ور پیدا کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلا کار ډاکټرسپنتا دغو اندیښنو ته په ځواب کې وویل، چې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د مسودې د برابرولو پر مهال د سیمې د ټولو هېوادونو د اندیښنو د لرې کولو لپاره لازمې هلې ځلې شوي دي.

دغه راز د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمرهم وایي، چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه دا حق لري، چې له هر هېواد سره هر ډول اړیکې ټینګې کړي او په دې برخه کې د سیمې هېوادونه باید اندیښنې ونه لري.

په افغانستان کې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر پیل شوی او تر اوسه د دې لړۍ دوه پړاونه ترسره او دریم پړاو یې هم په پیلیدو دی، ټاکل شوې چې دا پروسه د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه بشپړه شي او بهرني ځواکونه له دې هیواد څخه ووځي.

افغان دولت وایي، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته افغانستان د نړیوالې ټولنې او پرمختللو هیوادونو سیاسي،اقتصادي، پوځي او داسې نورو مرستو ته اړتیا لري او همدغو اړتیاوو ته په پام د خپلو ملي ګټو پر اساس باید له هغوي سره اوږد مهالې ستراتیژیکې اړیکې ولري.
XS
SM
MD
LG