د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۷

پاکستان: افغان مهاجرين به د روان کال ترپايه خپل هېواد ته ستانه شي


د افغان مهاجرينو د ستنيدو د چارو وزير وايي: له پاکستاني مقاماتو سره پردې خبره موافقه شوې ده چې، د روان ميلادي کال تر پايه به، د مهاجرينو په وړاندې د پاکستان په ستراتيژۍ کې، کوم بدلون رانه شي، خو د افغان مهاجرينو د شرايطو او په سيمه کې د حالاتو له مخې ښايي چې د افغان مهاجرينو د ستنيدو په برخه کې ځيني تغيرات راشي.

له دې سره د پاکستان د سرحدنو د چارو وزير شوکت الله خان وايي، افغان مهاجرين به د سږ ميلادي کال تر پايه خپل هېواد ته ستانه شي.

جماهير انوري د افغانستان د کډوالو د چارو وزير ازادۍ راډيو ته وويل چې: رانوې مياشت د جينوا په ښار کې له پاکستان او ايران څخه د افغان مهاجرينو د ستنيدو د ستراتيژي په اړه غونډه جوړيږي.

په دې غونډه کې به افغان، پاکستاني، ايراني استازي او د کډوالو د ادارې يا ( يو اِن هيچ، سي ار ) کميشنر ګډون ولري، ښاغلي انوري زیاتوي:

“د کدوالو د سيمه ييزو ستونزو د حل په خاطر په ستراتيژي کې تجديد نظر شوي دي، دغه تګ لاره د ايران، افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري يا يو، اين، اچ، سي، ار له خوا برابره شوي ده، چې د مۍ مياشتي پر دوهمه او دريمه به له پاکستاني چارواکو سره د دې ستراتيژۍ په اړه په جنيوا کې خبرې وکړو، په غونډه کې به تر سلو زيات هېوادونه او څلويشت مرستندويه ادارې برخه ولري.”.

ښاغلي انوري زياته کړه، چې افغان مقامات له يوه کال راهيسې پر دغه نوي ستراتيژي کار کوي او ټولو مرسته کوونکو هېوادنو او مؤسيساتو ته يې د نوي ستراتيژۍ په اړه معلومات ورکړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه ستراتيژي د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل لپاره جوړه شوې ده. هغه مهاجرين چې غواړي خپل ټاټوبي ته ستانه شي او يا هم کوربه هېوادونو کې پاته کېدل غواړي. په نوې ستراتيژي کې د کوربنو هېوادنو او د کډوالو د ادارې مکلفيتونه مشخص شوي دي، ښاغلی انوري وايي:

“ستراتيژي په دوو مرحلو کې ده چې, له دغه کاله يي اعتبار پيليږي، له ګاونډي هېواد څخه , د افغان کډوالو داوطلبانه ستنيدل او په هېواد کې د دوي منل، دغه راز، دوي ته اساسي پروژو برابرول دي. هغه کسان چې په کوربه هېوادونو کې پاتيږي، هغوي ته به اساسي خدمات لکه ښوونه او روزنه دغه راز د روغتيا خدمات برابريږي، بله دا چې دوي څنګه په دريم هيواد کې ځاي پر ځاي سي په دي اړه به د يو، اين، اچ، سي، ار له خوا اقدامات کېږي”.

خو په پاکستان کې يو شمېر افغان مهاجرين وايي چې، په اصل کې پاکستان دغه اقدام د نړيوالې ټولنې له خوا د نورو مالي مرستو د لاس ته راوړلو په خاطر کړي دي.

په پاکستان کې د امام الدين په نوم يو افغان مهاجر وايي، چې پاکستان د افغان مهاجرينو د ايستلو په پلمه يوار بياغواړي چې د نړېوالې ټولنې څخه بسپنه تر لاسه کړي. نوموړي وايي دا لومړي ځل نه دي چې اسلام آباد د افغان مهاجرينو دايستلو اعلاميه خپره کړې ده.

د امام الدين له قوله د افغان مهاجرينو لپاره په سلو کې اتيا مرستې چې دنړيوالي ټولني لخوا کېږي د پاکستان خورجين ته وليږي.
XS
SM
MD
LG