د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې په بروکسل کې د ناټو سازمان د دفاع او د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې د افغان ځواکونو د تمویل په ګډون په ځینو مهمو مسایلو د دې سازمان د غړو هیوادونو یوه اجماع رامنځ ته کړې ده.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې غونډه کې پر هغې تخمیني کلنۍ بودیجې هم د نظر توافق رامنځ ته شو، چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته د افغان ځواکونو د تمویل لپاره په پام کې نیول شوې ده.
نوموړي وویل، چې دغه کلنۍ بودیجه څلور عشاریه یو ملیارډ ډالره ده، چې یوه ډیره برخه به یې امریکا او یوه برخه به یې اروپا او خپله افغانستان پرې کوي:
″دریم ټکی چې عمومي اجماع پرې موجوده وه، هغه له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د اوږدمهاله تمویل موضوع وه؛ یوه تخمیني کلنۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده، چې څلور عشاریه یو ملیارډ ډالره کیږي، په دې برخه کې د افغانستان دولت ځان د کال پنځوسو ملیویونو بودیجې ته ژمن کړی دی.
تقریباً یو ملیارډ یورو د ناټو او ایساف هیوادونو او له افغانستان سره نورو مرسته کوونکو هیوادونو پر غاړه اخیستې او پاتې بودجه به یې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا برابریږي.″
د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو تیره اونۍ د بلجیم په مرکز بروکسل کې غونډه درلودله چې د افغانستان د بهرنیوچارو او دفاع وزیرانو هم په کې برخه درلودله.
ښاغلي موسی زي وویل، چې په دې غونډه کې افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال پروسه، چې تراوسه په کې د پنځوس فیصده نفوس امنیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی، مثبته وارزول شوه.
د نوموړي په وینا د دې پروسې دریم پړاو به د ناټو سازمان د راتلونکې میاشتې له سرمشریزې مخکې اعلان شي.
د ښاغلي موسی زي په وینا د بروکسل په غونډه کې ټینګار وشو، چې ناټو به له دوه زرو څورالسم کال نه وروسته افغانستان یوازې نه پریږدي.
خو نوموړي تمه وښودله، چې په یادو مسایلو به په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزې کې مشخصې پریکړې وشي.
له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وتلی وي، د دې هیواد د امنیت او د حکومتوالۍ په اړه اندیښنې موجودې دي.
خو د یو شمیر کتوونکو په باور په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې او له هغې وروسته په توکیو کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس پریکړې به په دې برخه کې افغان دولت ته د نړیوالو مرستې مشخصې کړي.