دا په افغانستان کې د امریکا د پوځ د فعالیت د څرنګوالي او په اداره کې د موجود فساد په اړه د واشنګټن پوسټ د یوې مقالې سرلیک دی.
ورځپاڼه لیکي چې له ډيرې مودې راهیسې په جګړه کې د امریکا د ځواکونو د تیروتنو شفافه حسابدهي تر عملي ډول، زیاته په تیوري کې پاتې شوې ده.
په مقاله کې ویل شوي، چې افغانستان د جګړې دوام او په متحدو ایالاتو کې له دې جګړې سره د خلکو بې علاقه ګي، هغه ټکي دي چې له مخې یې د امریکا عسکر د همدردۍ لایق ګڼل کیدلای شي.
خوښايي د لوړ پوړو چارواکو د اوامرو په اجرا کې د جدیت زیاتیدل او اصلاحات د پوځي چارو په اجرا کې د ګډوډیو او ډیرو لانجمنو پښو د رامنځ ته کیدو مخنیوی وکړي.
ورځپاڼې په دې ارتباط، د یوشمیر امریکايي عسکرو د عکسونو د خپریدو مساله راخیستې ده. په دې عسکونو کې معلومیدل چې یو شمیر امریکايي عسکر د وژل شویو طالبانو پر اجسادو ملنډې وهلې.
د واشنګټن پوسټ په وینا، د دې پيښې د مخنیوي او یا په دې اړه د لانجې د حل لپاره بحث، بې وخته کار دی.
ورځپاڼه لیکي، د فعالیتونو د شفافیت اوحسابدهۍ په مساله کې، د پوځ د اخلاقي مسولیت حد څرګند دی.
د پوځي اصولو له مخې، د صلاحیت له لوړېدو سره مسوولیت هم زیاتیږي. یعنې امریکايي قوماندانان په خپلو پوځي بارکونو او قطعو کې د هر تر سره کیدونکي عمل مسوولیت لري.
دا فرمان، د څلورو ستوريوپر جنرال او یوه جګړن په یو ډول عملي کیږي.
یو مهال اصل دا وو، چې د اوامرو په اجرا کې ″بریالیتوب د شهرت او ناکامي د وروسته پاتې کیدو سبب ګرځي.″
د واشنګټن پوسټ په حواله، د امریکا د کورنۍ جګړې قهرمان ″ابراهم لینکلن″ په زغرده او په بیرحمانه ډول دې اصل ته پام کاوه.
هغه مهال یو شمېر ډير پيژندل شوي امریکايي پوځيان لکه ″ارفین مک دویل″ له شهرته ولویدل، په ټيټو چوکیو مقرر شول او یا هم له دندې وایستل شول.
خو د سپټمبر ترحملې په مخکې کلونو کې، د هغه مهال جمهور ریس جورج ډبلیو بوش د دې اصل عملي کولو ته شا کړه.
واشنګټن پوسټ لیکي، په هر دلیل چې وو، د هغه مهال ولس مشر بوش په عراق کې د خپلو یو شمېر پوځي قوماندانو پر ناکامیو خوله پټوله او حتي په ۲۰۰۳ کال کې یې جنرال ټومي فرانک ته د ازادۍ مډال ورکړ.
په عراق کې د جنرال ″ټومي فرانک″ مشري د داسې ګډوډيو سبب شوه چې پایلې یې تر هغه څه چې امریکاییانو تمه کوله ډيرې ناوړه او په ګرانه بیه تمامې شوې. خو واشنګټن پوست وايي چې جنرال ټومي فرانک که ګټونکی نه وو نو بایلونکی هم ونه ګڼل شو، او وتوانید چې په ډیره ساده ګۍ له دې لانجې ځان وباسي.
دورځپاڼې په لیکنه، په جګړه کې وحشت، ظلم او بربریت راځي او د عراق حالات له دې څخه مستثنی نه وو او ډیر ژر د امریکايي پوځيانو له سترو تیروتنو پرده پورته شوه. په حادثیه کې د امریکایی عسکرو له خوا په ډله ایز ډول د خلکو قتل او د ابوغریب زندان ښايي د دې تر ټولو وحشتناکې بیلګې وی.
په هر حال، ورځپاڼه وايي : رابرت ګیټس په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا د دفاع وزیر په توګه له ټاکل کیدو سره، هڅې وکړې چې د پوځ له لوړ رتبه قوماندانو سره په حساب، کتاب کې دا فساد له منځه یوسي.
په دې لړ کې یو مهال د دفاع وزیر مجبور شو چې حتي د هوايي قواوو عمومي قوماندان له دندې لرې کړي. کله چې واشنګټن پوست په جګړه کې له زخمي شویو امریکايي عسکرو سره د ناوړه چلند رپوټ خپور کړ، ګیټس دهغه روغتون قوماندان اود پوځ سر جراح، دواړو ته د بې کارۍ پاڼې په لاس کې ورکړې.
کله چې جنرال ستنلي مک کریستل د ولسمشر بارک اوباما له خوا د افغانستان د جګړې قوماندان وټاکل شو، د ورته دلایلو پر اساس یې خپله دنده له لاسه ورکړه. جنرال مک کریستل په خپله دا اعتراض وړ خبره نه وه کړې بلکه د تر خپلې قوماندې لاندې جنرالانو په اداره کې پاتې راغلی وو.
خوله دې سره هم، کله چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو د جسدونو سپکاوی کیږي او یا یو عسکر په سړه سینه پر ملکي خلکو ډزې کوي، هغه د بوش د دورې چلند ورسره کیږي.
واشنګټن پوست لیکي چې هره پيښه د شرایطو په یوه چوکاټ کې رامنځ ته کیږي. کله چې جګړه ډير دوام وکړي، د اصولو د ترپښو لاندې کیدو امکان زیاتیږي. د عراق او افغانستان جګړې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې وې.
امریکايي عسکر د داسې جنګ لپاره واستول شول چې ولس یې په وړاندې بې تفاوته شوی او د بري امکان یې تقریبا ناممکن ګنل کیږي. دوی د همدردي لایق دي.
خو له دې سره سم، د واشنګټن پوست په باور، د پوځي قوماندانانو د فرمان او صلاحیت څرنګوالی باید له پامه ونه غورځول شي. یوازې هغه کسان چې پوځي تجربه نه لري، ښايي دا فکر وکړي چې د امریکا د پوځ د ستر جنرال امر به له علاقمندۍ او خوشحالۍ سره منل کیږي.
دا فرمانونه ډیر کله غلط تعبیریږي، یا تر سر تیریږي او یا يې څوک پروا نه کوي، ځکه نو د هغوي د بیا واضح کولو او د عملي کیدو لپاره د مکررو غوښتنو اړتیا وي.
واشنګټن پوست لیکي چې، د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرت ګیټس، د دې ښه درک درلود چې ادارې په رهبرانو جوړیږي خو داسی نه ده چې دا رهبران نه شي بدلیدلاي. په ځیني مواردوکې د نورو د پام د خپلولو لپاره، لوړو پورونو ته د نږدې کسانو بې ځايه کول ډیر موثر تمامیدلای شي.
ورځپاڼه وايي، ښايی اوس د همدې وخت را رسیدلی دی، ځکه د امریکا پوځ په یوه دومداره جګړه کې د یوې بلې لسیزې د پیل په درشل کی دي.