د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

حامد شینواری د افغانستان د کرکټ بورډ نوی مشر شو


حامد شینواری
حامد شینواری
د روانې اوونۍ په شنبې ورځ حامد شینواری په داسې حال کې یو ځل بیا د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرایوي مشر په توګه وټاکل شو؛ چې د دې بورډ ځیني غړي د هغه له لومړۍ دورې مشري څخه د ځینو اختلافونو په اساس ناخوښ ښکاري.

که څه هم د کرکټ بورډ ځیني غړي د ښاغلي شینواري له لومړۍ دورې مشري څخه ناخوښ دي، خو داسې ښکاري، چې نوموړی دا ځل له یوه منظم پلان سره راغلی، ښاغلی شینواری خپل راتلونکي پلانونه داسې بیانوي.

̎د کرکټ د پرمختګ لپاره انکشافي پلان او کړنلارې، د کرکټ بورډ د عوایدو لوړول، د افغانستان کورني کرکټ ته وده ورکول د کرکټ د پرمختګ لپاره د بازارموندنې لوړول د کرکټ نړیوالې او آسیایي شورا او همدارانګه د کرکټ اړونده ادارو سره د اړیکو پیاوړي کول تر ټولو مهمه د افغانستان کرکټ ټیم ته د اسوشیېټډ او فول ممبرشیپ تر لاسه کول دي؛ نو په دې خاطر زما غوښتنه له ټولو همکارانو څخه دا ده، چې په شریکه به انشالله کار کوو، تر څو دغه ذکر شوي اهداف تر لاسه کړو.̎

ښاغلي شینواري د ملي ټیم د روزونکو په اړه وویل، چې د کرکټ بودیجې ته په کتو او د ملي ټیم د لوبغاړو له پوښتلو وروسته روزونکي ګمارل کیږي.

نوموړي همداراز وویل، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د اسټرالیا له ملي ټیم او د ̎ام. سي. سي̎ له کرکټ کلپ سره ځینې نړیوالې لوبې ولري.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د کرکټ بورډ د مرکزي زون مشر عزیزالله فضلي آزادۍ راډیو ته وویل، که چیرې له ښاغلي شینواري سره یو ځل بیا د ناسمو کړیو مشورې مل شي؛ نو کیداي شي، د ده په شمول ډېر کسان له کرکټ بورډ څخه استعفا وکړي.

̎متاسفانه له ده سره بعضې کسان وو، چې غلطې مشورې یې ورکولې، دی یې هم خپل کار ته پرې نښود او موږ مجبوره په دې شوو، چې له خپلې دندې استعفا ورکړو، که چېرته هغه تجربه دی بیا تکراروي نو تاسې په دې باندې مطمین و اوسئ چې د دغه شي نه به یو غټه لانجه راجګیږي دا شی به نور خرابیږي او وده به نه کوي.̎

ښاغلی فضلي په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې حامد شینواری د 2010 او 2011 میلادي کلونو تر منځ د کرکټ بورډ اجرایوي مشر پاتې شوی دی او دا دی یو ځل بیا د افغانستان د مالیې وزیر او د کرکټ بورډ د عمومي مشر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال له خوا د دغه بورډ د اجرایوي مشر په توګه ټاکل کیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG