د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د حیواناتو جنګول د اسلام له نظره ناروا عمل دی


په کابل کې د سپیو جنګول
په کابل کې د سپیو جنګول

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، هڅه به وکړي د کورنیو چارو وزارت په مرسته په هیواد کې د حیواناتو د جنګولو مخه ونيسي. که څه هم د سپیو او یا هم نورو حیواناتو جنګول د اسلام له نظره یو ناروا عمل دی خو لا هم په ځینو سیمو کې لیدل کیږي.

د سپي، چرګ او میړز په شان د حیواناتو جنګول د افغانستان په یو شمېر سیمو کې له پخوا راهیسې یو ډول ساعت تیري پاتې شوې ده.

نورمحمد چې اصلاً د هلمند دی او په کابل کې اوسیږي د تیرو شپږویشتو کلونو راهیسې جنګي سپي روزي او ساتي یې.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د جنګي سپي سمه ساتنه ډير زحمت لري او د میاشتې پرې د یوې کورنۍ لګښت راځي:

″په ژمي خلک ورته غوښتې ورکوي، غوښې، سر او پښې ورپخوي، شیدې او هګۍ سره ګډوي او هغه ورکوي تر لس کسیزه کورنۍ څخه لګښت زیاد دی.″

د حیواناتو په خاصه توګه د سپیو جنګول په ژمي کې ډیر وي.

په کابل کې د دې کار مینه وال اکثره د جمعې په ورځ په مشخصو ځایونو کې راټولیږي، چې بادام باغ، ببرک جمن، کمپنۍ او ځینې نورې سیمې یې د راټولیدو له امله مشهورې دي.

جنګوونکي او نندارچیان چې د یوې دایرې په بڼه ناست وي د جنګیدونکو سپیو یا مرغانو چې په وینه کې لت پت وي، ننداره کوي.

د نورمحمد په وینا په افغانستان کې ځینې خلک چې ده قومندانان او شتمن خلک وبلل آن د یوه سپي په رانیولو په لکونو افغانۍ ورکوي:

″داسې خلک شته چې په زرګونو او لکونو افغانۍ پرې ورکوي، هغه غټ غټ خلک دي، ښه ښه خلک دي، قومندان دي، له لکونو او زرګونو روپیو څخه تېریږي.″

د افغانستان اکثره عام خلک بیا د سپیو او یا هم مرغانو جنګولو ته په ښه سترګه نه ګوري، خو په عین حال کې یې ځینې کسان په شوق ننداره هم کوي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د کابل د ساحوي دفتر مشر شمس الله احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دولت نه وغوښتل چې باید د حیواناتو د جنګولو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي:

″په ځینو ولایتونو کې ځیني خلک د سپیو، چرګانو، زرکو اړ مړزانو په جنګولو عادت دي او د هغوی له جنوګولو څخه دوی خوند اخلي. هر هغه عمل، چې د پاک الله مخلوقاتو ته زیان رسوي، هغه نامشروع عمل دی.

زه هیله مند یم، چې د دولت لوړ پوړي مقامات د دغو رواجونو په لمنځه وړلو کې کوښښ وکړي، په کوم کې چې حیواناتو ته زیان رسیږي.″

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، چې د سپیو او مرغانو جنګول د اسلامي موازینو پر خلاف کار دی.

د دې وزارت مرستیال داعی الحق عابد له ازادي راډیو سره په خبرو کې له هغو کسانو چې دا کار کوي، وغوښتل چې یو سالم مصروفت راخپل کړي.

نوموړي وویل، د حج او اوقافو وزارت غواړي، چې د کورنیو چارو د وزارت په همکارۍ د سپیو او مرغانو د جنګولو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي:

″کوم بد عادت چې په افغانستان کې لیدل کیږي، یو یې د سپیو جنګلول دی، ډېر منفي پدیده ده، چې په کابل او کندهار کې لیدل کیږي، ممکن په ځینو نورو ولایاتو کې هم وي.

داډېره بده پدیده. موږ غواړو، چې په نږدې راتلونکي کې د کورنیو چارو له وزارت سره دا موضوع شریکه کړو او امیدوار یو، چې د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.″

د حج او اوقافو وزارت چارواکي د حیواناتو د جنګولو په مخنیوي کې د جوماتونو د ملاامامانو رول هم مهم بولي او وايي، چې دوی باید په خپلو ویناوو کې د دې کار د حراموالي په اړه تبلیغ وکړي.

ویل کیږي، چې پخوا هم د افغانستان حکومت د حیواناتو د جنګولو د مخنیوي لپاره ځینې اقدامات کړي دي، خو تر اوسه پورې یې د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې او داسې کسان لیدل کیږي چې د حیواناتو په جنګولو او ځورولو خپل ساعت تیروي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG