د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

وروستیو سیلابونو ۲۵تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده


له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې د اټکل له مخې هغه ولایتونه، چې په تیر ژمې کې د درنو واورو د وریدو شاهدان وو، ممکن په راتلونکې کې د سیلابونو له ګواښ سره هم مخامخ شي.

د دې ادارې اشاره تر ډیره پروان، کاپيسا، تخار، بغلان، کندز، پکتیا، پکتیکا، کنړ، لغمان، دایکندي، بامیان، غور بادغیس او فاریاب ولایتونو ته وه.

دا اټکل په داسې حال کې کیږي، چې همدا اوس په یو شمېر ولایتونو کې سیلابونو درانه زیانونه اړولي او په هرات کې یې څلور کسان وژلي، یوه میرمن یې وړې او شپاړس نور یې ټپیان کړي.

د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکو له آزادی راډیو سره په مرکه کې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

″ ۱- دلته ډیر سیل راغلی، زموږ خلکو ته یې ځاني او مالي تاوان رسولی، زموږ غوښتنه له دولت نه دا ده، هغه خلک چې له دې سیلابونو نه زیانمن شوي باید دولت مرسته ورسره وکړي، د دې لپاره چې ډیر مالي تاوان ور اوښتی.″

۲- دغو سیلابونو خلکو ته ډیر ځاني او مالي تاوان رسولي، ډیر کورونه او کرنیزې ځمکې یې ورانې کړي او له دولت نه مو غوښتنه دا ده، چې د زرغام سیمې اوسیدونکو ته ژر تر ژره خپلې مرستې ورسوي.″

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې چارواکو په وینا د دې سیلابونو له امله د ارزګان، بادغیس، غور او پکتیا ولایتونو اوسیدونکو ته هم مالي او ځاني تاوانونه رسیدلی دي.

په دې هکله د ارزګان او پکتیا ولایتونو یو شمېر سیلاب ځپوونکو ازادۍ راډیو ته د وروستیو سیلابونو په هکله وویل:

″۱- له تیرې شپې راهیسې چې ښځې، نارینه، ماشومان ټول لوڅې پښې او لوڅ سرونه په غونډۍ باندې راختلي.
۲- له کورونو یې خلاص کړو هر څه کالي، بستري، اوړه او غنم هر څه یې رانه یووړل موږ یواځې خپل سرونه ایستلي دي.

۳ - زه رحمت الله هیواد د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالی اوسیدونکی یم، په دې سیلابونو کې اکثره هغو ځمکو ته چې دفاع یې نه درلوده زیانمنې کړي او څو کورونو ته یې هم زیان اړولی، دوی مرستې ته اړتیا لري او باید دولت دوی ته جدي پاملرنه وکړي.″

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې چارواکي هم مني چې وروستیو دوو ورځو سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه رسولي.

خو د دې ادارې مشر ډاکټر محمد دایم کاکړ وایي، چې دوې تر اوسه دغو سیلاب ځپلو ته خپلې مرسته نه دي رسولي.

دی وایي، دوی په هر ولایت کې سیلاب ځپلو ته له څلورویشتو ساعتونو وروسته مرستې ور رسوي.

″موږ په هر ولایت کې له دوو نه تر دریو میلونو پورې پیسې او دا موږ هغه وخت مصرفوو چې دا خلک د سیلاب په خاطر بیځایه شي، بیړنۍ مرستې ته اړتیا پیدا کړي.

هر کس چې په سیلابونو کې شهید شي پنځوس زره افغانۍ ورکوو، په هر ولایت کې چې یوه پیښه وشي نو په څلورویشتو ساعتونو کې پیسې ورکول کیږي، خو ځینې سیمې چې لیرې دي هغوی ته بیا لږ وخت نیسي.″

د رپوټونو له مخې د دغو سیلابونو له امله هر کال یو شمېر افغانانو ته د حکومت د نه پاملرنې له امله ځاني او مالي تاوان رسیږي او دا ځلې خو په پلازمینه کابل کې هم سیلاب راوتلی.

اکثره سیلاب ځلې خلک دوی ته د رسیدلو تاوانونو او د مرستو د نه ورسولو ټوله پړه په حکومت اچوي، خو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره یې بیا په نړیوالو ادارو اچوي او وايي، چې دوی یواځې د دغو مرستو د پلي کولو مسوولیت لري.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG